1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انتوني ګوتیریش: منځنی ختیځ د ګړنګ پر غاړه دی

۱۴۰۲ مهر ۲۴, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان سر منشي وایي منځنی ختیځ د ګړنګ پر غاړه دی. جوبايډن اسرائیلو ته د ورتګ تیاری نیسي .نوموړي ویلي د غزې نیول تیروتنه ده او د فلسطین د خپلواک دولت جوړیدو ته باید لاره پیدا شي.مکرون ایران ته ګواښ کړی.

https://p.dw.com/p/4XZXg
USA, New York | Guterres auf einer Pressekonferenz im UN Hauptquatier
انځور: Craig Ruttle/AP/picture alliance

د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ د امریکا ولسمشر جو بایدن اسرائیل ته د سفر پر پلان کار کوي، خو د دغه سفر په اړه چې خورا امنیت ته اړتیا لري تر دې دمه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

جو بایدڼ د یکشنبې په ورځ د اکتوبر ۱۶ اعلان وکړ چې اسرائیل  ته د امریکایي سرتیرو لیږلو ته اړتیا نشته.

بایدن په یوه تلویزوني مرکه کې وویل چې اسرائیل: «تر ټولو ښه جنګي واحدونه لري، خو که اسرائیل غزه ونیسي دا به یوه تیروتنه وي.»

نوموړي ټینګار کړی دی چې حماس ډله باید په ټوله کې له منځه ولاړه شي، خو د فلسطین د خپلواک دولت د جوړیدو له پاره باید یوه حل لاره وي. بایدن ډاډ څرګند کړ چې اسرائیل به د جګړې قوانينو ته پام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروسته له هغې چې د منځني ختیځ څو هیوادونو ته يې سفر وکړ، نن دوشنبه د اوکتوبر پر۱۶مه غواړي اسرائیل ته ولاړ شي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې نوموړی به هلته له کومو چارواکو سره وګوري. ټاکل شوې ده د مصر او غزې تر منځ یوازینې پوله د بهرنیو اتباعو له پاره پرانیستل شي.

دغه راز ویل شوي دي چې د فلسطینیانو له پاره به د غزې په سویل کې د څښاک اوبه هم برابرې شي.

د جګړې د پراخیدو په اړه ایران ته د مکرون ګواښ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، د جګړې او نښتو په ډیریدو په ځانګړي ډول د لبنان په برخه کې ایران ته ګواښ کړی دی.

مکرون د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په یوه تليفوني اړیکه کې ټینګار وکړ چې دا چې ایران په لبنان کې د حزب الله د پوځیانو او په غزه کې له حماس سره نیږدې اړیکې لري، نو د تهران مشرتابه د جګړې په پراخیدو کې مسولیت لري.

مکرون له رئیسي غوښتنه کړې ده چې په سیمه کې د جګړې د ختمیدو له پاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي. حزب الله ډله چې د ایران له خوا یې مالي ملاتړ کیږي، له حماس ډلې ډېره پیاوړې ښکاري.

تر زرو ډېر کسان تر خارو لاندې دي

د حماس د ډله يزي وژنې په ځواب کې د اسرائیل هوايي بریدونو په غزه کې ډیر څه ویجاړ کړل. په غزه کې د مدني دفاع ادارې د یکشنبې په ورځې اعلان وکړ چې د اسرائیل په بریدونو کې تر زرو ډیر کسان تر خاروو لاندې دي دغه راز ډیر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. په غزه کې  د قربانیانو شمیر اوس ۲۶۷۰ کسانو رسیدلی دی. شاوخوا ۹۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سر منشي: منځنی ختیځ د ګړنګ پر غاړه دی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیریش پر دې ټینګار سربیره چې منځنی ختیځ «د ګړنګ پر غاړه دی» د برمته شویو کسانو د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې غزې ته باید ژر تر ژره بشري مرستې ورسیږي.

ګوتیریش د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۵ په نیویارک کې وویل: «دا دواړه هدفونه پر حقه دي».

Palästina Israel Konflikt - Rafah
'ګوتیریش ویلي غزې ته باید ژر تر ژره بشري مرستې ورسیږيانځور: Abed Rahim Khatib/dpa/picture alliance

دغه راز په مصر کې یوې امنیتي سرچینې ویلي دي چې د مصر او غزې تر منځ یوازنۍ پوله به د دوشنبې په ورځ د اوکتوبر پر ۱۶ د بهرنیو اتباعو د ویستلو له پاره پرانیستل شي.

ویل کیږي چې د پولې د پرانیستلو له پاره چمتووالی نیول شوی دی. همدارنګه، د «رفح» د پولې له لارې باید د بشردوستانه مرستو ترسره کیدل هم ممکن شي. د اسرائیل د هوايي بریدونو له امله دغه پوله تړل شوې ده او له غزې نه د وتلو له پاره هیڅ لاره نشته.

اسرائیل د یرغمل شویو کسانو شمېر ۱۵۵ اعلان کړ

د اسرائیل پوځ غزې ته له اسرائیل څخه د ۱۵۵ کسانو تښتول تائید کړي او د هغوی خپلوانو ته یې هم خبر ورکړی دی. د اسرائیل پوځ دغو کورنیو ته ویلي دي چې د دوی د بیرته ستنولو له پاره به پوره هڅه وکړي.

په تښتول شویو کې اته آلمانیان  هم شامل دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک په وینا، د آلمان حکومت تر اوسه له آلماني یرغمل شویو کسانو سره «مستقیم تماس» نه لري.

اسرائیل غواړي حماس  له منځه يوسي، دغې ډلې يوه اونۍ وړاندې پر اسرائیل په يوه بې ساري ترهګریز برید کې تر ۱۳۰۰ دېر کسان ووژل او تر ۳۶۰۰ ډېر نور یې ټپيان کړل.