1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

د حماس او اسرائيل جګړه؛ تر اوسه ۲۳۲۹ فلسطينيان وژل شوي

۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبه

د غزې د عامې روغتیا وزارت د يکشبنې په ورځ وويل چې د حماس او اسرائيل په روانه جګړه کې تر اوسه ۲۳۲۹ فلسطینیان وژل شويٍ دي. چين ويلي چې د سولې خبرو اترو له پاره خپل ځانګړی استازی منځني ختيځ ته استوي.

https://p.dw.com/p/4XYFr
 د فلسطین د عامې روغتيا وزارت يکشنبه د اکتوبر ۱۵مه وويل چې د حماس او اسرائيل تر منځ روانه جګړه کې تر اوسه ۲۳۲۹ فلسطینیان وژل شوي دي
د فلسطین د عامې روغتيا وزارت يکشنبه د اکتوبر ۱۵مه وويل چې د حماس او اسرائيل تر منځ روانه جګړه کې تر اوسه ۲۳۲۹ فلسطینیان وژل شوي ديانځور: Mustafa Hassona/Anadolu/picture alliance

د حماس او اسرائيل تر منځ راونه جګړه، د غزې په تېرو پنځو جګړو کې د فلسطينیانو له پاره تر ټولو لوړ تلفات لرونکې جګړه ښودل شوې ده.

د یکشنبې په ورځ د فلسطینيانو د تلفاتو ارقام په ۲۰۱۴م کال کې د حماس او اسرائيل د درېمې جګړې څخه پورته ولاړل چې د غزې د عامې روغتیا وزارت دغه ارقام ۲۳۲۹ ښودلي دي.

د غزې په تراډه کې د جګړې يو انځور د اکتوبر ۱۵مه
د غزې په تراډه کې د جګړې يو انځور د اکتوبر ۱۵مهانځور: Mohammed Fayq Abu Mostafa/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو پر اساس د ۲۰۱۴م کال په جګړه کې ۲۲۵۱ فلسطينیان ووژل شول چې ۱۴۶۲ ېې ملکيان ول. يادې جګړې شپږ اوونې ادامه درلوده چې د اسرائيل لور ته په کې د ۶ ملکيانو په ګډون ۷۴ تنه وژل شوي ول.

د حماس او اسرائيل تر منځ اوسنۍ جګړه یوه اوونۍ مخکې وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس ډلې جنګيالي په یو ناڅاپي اقدام کې د اسرائيل جنوب ته داخل شول. د لومړيو معلوماتو پر اساس، د حماس په دغو پراخو حملو او له غزې څخه د دوی په وار شوو توغندیو کې ۱۳۰۰ اسرائيليان وژل شوي دي.

د جنګ د توقف له پاره د نړېوالو هلو ځلو په ترڅ کې نن چين وويل چې غواړي راتلونکې اوونې خپل ځانګړی استازې د سولې خبرو اترو له پاره منځني ختيځ ته واستوي.

چینايي ديپلومات ژیان جون
چینايي ديپلومات ژیان جونانځور: Julien Mattia/Le Pictorium/MAXPPP/picture alliance

د آلمان خبري آژانس په حواله، چینايي ديپلومات، ژای جون د یکشنبې په ورځ د چین دولتي تلویزيون سي سي ټي وي (CCTV) سره په مرکه کې وويل چې استازی به يې د ملکيانو پر حفاظت، د اوربند د رامنځ ته کېدو او د سولې خبرو اترو باندې کار وکړي.

زیاته شوې چې ژای جون څو ورځې مخکې په دې هکله د اسرائيل او فلسطينيانو له لوړپوړو چارواکو سره پر ټيلفون خبرې هم کړي دي.

(AP,dpa)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب