1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څه باندي ۱۸۰۰ المانيان له اسرائیلو وتلي دي

۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت ویلې دي چې، د اسرائيلو او د حماس ترهګرې ډلې تر منځ د جګړې له پيل سره، څه باندي ۱۸۰۰ جرمنیان د جرمنې د حکومت له خوا د ځانګړو الوتنو او بار وړونکو کښتیو په مرسته له اسرائيلو څخه را ایستلي دي.

https://p.dw.com/p/4XXOH
Deutschland München | Lufthansa Sonderflüge | Ausreise aus Israel
انځور: Lukas Barth/dpa/picture alliance

د لوفت‌هانزا او د یوشمیر نورو اړوندو هوايي شرکتونو د خپرو سویو معلوماتو له مخې، به نوري ځانګړې الوتنې ترسره نه سي. د دغې پرېکړې یو لوی  لامل په تل ابیب کې ناڅرګند امنیتي وضعیت بلل سوي دي، خو په عین حال کې د المان حکومت ویلې دي چې د المان پوځ اماده دی چې د اړتیا پرمهال له اسرائیلو څخه  د المان اتباع وباسي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ یې څه باندې ۸۰۰ د جرمني تابیعت لرونکي کسان د ځانګړو پروازونو  له لارې دغه هېواد ته بیرته راستانه کړي دي.

ویل سوي چې د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۹۵۰ المانیان د ځانګړو  پروازونو او یوې کښتۍ په واسطه له اسرائیلو څخه را وتلي دي.

بل خوا د جرمنې حکومت د بهرنیو چارو د وزارت  پرخپل ایکس (پخواني ټويټر) حساب کې ویلي دي چې، د دې هیواد ۸۵ نور تابعيت لرونکې کسان د جرمني د بهرنیو چارو وزیري انالینا بربوک سره یو ځاي له اسرائیلو څخه دهغې په الوتکه کې سپاره المان ته رسیدلي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت همدا راز اعلان کړی دی چې د المان هیواد اتباع کولای سي چې د عقبه په پوله کې د ویزو غوښتنه وکړي. دغه وزارت ویلي که چیري اسرائیلو کې وضیعت لا نور هم ترینګلې سي، نو د المان پوځ یوه ځانګړې قطعه به د ددغو کسانو د ایستلو لپاره سمدستې ورسیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا هم وایي چې دوي دامهال له ۲۸۰۰ آلماني اتباعو سره مرسته کړې چې د اسرائیل هیواد څخه راووځي.

ص.ذ/ن.ص