1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا وايي ايران پر اسرائيل بریدونو کې ښايي لاس ونه لري

۱۴۰۲ مهر ۱۶, یکشنبه

متحده آيالاتو تراوسه پر اسرائيل د حماس تندلارې ډلې په بريد کې د ايران ښکېلتيا په اړه »هيڅ شواهد« هم نه دي موندلي. د سپينې ماڼۍ يوه وياند وويل »تر وخت مخکې« ده څو داغه پوښتنه ځواب شي.

https://p.dw.com/p/4XG9J
سپينه ماڼۍ
سپينه ماڼۍانځور: Stefani Reynolds/Pool/abaca/picture alliance

 

د سپينې ماڼۍ يوه وياند وويل »تر وخت مخکې« ده څو وويل شي چې آيا ايران مستقيماً په دغو پراخو تعرضي بريدونو کې لاس لري او که نه.

نوموړي ټينګار وکړ چې بيا هم »هيڅ شک نه شته« چې حماس د نورو ترڅنګ د ايران له خوا هم »تمويل، تجهيز او مسلح« کيږي. د ايران اسلامي جمهوريت او د حزب الله ډلې تر دې وړاندې په غزې تراډه کې د حاکمې حماس ډلې له »وياړمن ماموريت« څخه ملاتړ اعلان کړی و.حماس په اسرائيل باندې بريد کې »لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي«

د نورو تر څنګ په آلمان کې د اسرائيل سفير، رون پروسور، پر تهران د بريدونو د بې سارې لړۍ پړه اچولې وه. د سپينې ماڼۍ وياند دا هم وويل چې د متحده آيالاتو له لوري اسرائيل ته د پوځي مرستو د لېږد په سر خبرې جريان لري. د اسرائيل په متقابلو بريدونو کې له ۲۵۰ زيات کسان ووژل شول

تندلارې اسلامپالې حماس ډلې د شنبې په سهار د غزې له تراډې څخه پر اسرائيل د توغنديزو بريدونو په مټ نوې جګړه پيل کړې وه. دوی د اسرائيل خاورې ته هم داخل شول. اسرائيل د غچ اخيستنې په موخه ځوابي بريدونه تر سره کړي دي.