1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

اسرائيلي چارواکی: ايران غواړي له سوريې وسلې راتېرې کړي

۱۴۰۲ مهر ۲۳, یکشنبه

يوه اسرائيلي چارواکي پر ايران تور پورې کړ چې غواړي له سوريې څخه د وسلو په راتېرولو يوه بله جبهه رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/4XYbQ
د اسرائیلو بیرغ
د اسرائیلو بیرغانځور: JALAA MAREY/AFP

اسرائيل په دې ترڅ کې پر غزې متقابل بريد ته چمتوالی نيسي.

پر ايکس ټولنيزې رسنۍ يوې ليکنې ته په ځواب کې چې دغه ډول يوه سناريو پکې مطرح شوې وه، جوشوا زارکا، چې د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو چارو رئيس دی، وويل چې »دوی (ايرانيان) لګيا دي.«

په اصلي پوست کې دا هم راغلي وو چې »اسرائيليان ژمن دي چې مخه يې ونیسي.« دغې خبرې ته زارکا ځواب ورکړ چې »موږ لګيا يو.«

دا په داسې حال کې ده چې سوريې پر اسرائيل تور لګولی چې تېره اوونۍ يې د دمشق او حلب پر هوايي ډګرونو بريدونه ترسره کړي دي.