1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امريکا له چين سره باثباته اړيکي غواړي»

۱۴۰۲ شهریور ۶, دوشنبه

د امريکا د سوداگرۍ وزيره د خبرو اترو په موخه پيکنگ ته تللې ده. امريکايي شرکتونه تر هغه وروسته په چين کې د فعاليتونو په برخه کې له ننگونو څخه خبره کوي چې امريکا د عصري سيمي کندکټر موادو پر صادراتو بندیز وضع کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Vf2l
په پيکنگ کې د امريکا او چين د تجارت د وزيرانو ليدنه کتنه
د امريکا او چين د تجارت د وزيرانو ليدنه کتنهانځور: Andy Wong/REUTERS

د امريکا متحده ايالاتو د سوداگرۍ وزيرې جينا راېموندو، د دوشنبې په ورځ له چینايي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت د پراخولو د هڅې په ترڅ کې خبرې اترې پيل کړي دي.

نوموړې وويل چې دا د چين او امريکا دواړو له پاره «ډېره مهمه» ده چې باثباته اقتصادي اړيکي ولري.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د امريکا د تجارت دا وزيره به درې ورځې د چین له سياسي مشرانو او همدا راز له سوداگرو سره خبرې اترې وکړي چې په دې کې د چين د تجارت له وزیر وانگ وينتاو، سره دوه ساعته ليدنه کتنه هم شامله ده.

د رپوټونو پر اساس امريکايي شرکتونه تر هغه وروسته په چين کې مخ پر زياتيدونکي توگه له ننگونو سره مخامخ کيږي چې امريکا سيمي کنډکتر يا نیمه هادی موادو ته د چين د لاس رسي مخه نيولې ده.

د امريکا او چين «ننگوونکې» اړيکي

رايموندو وويل: «دا له ننگونو ډکې اړيکي دي. موږ به طبعاً پر ډېرو موضوعاتو د نظر اختلاف ولرو. خو زما په آند که موږ مستقيم، پرانيستي او عملي واوسو نو[په خبرو کې] پرمختگ کولی شو.»

اړونده موضوع:بایډن: موږ به د چین، روسیې او ایران د نفوذ د پراخیدو مخه ونیسو

هغې وويل: «دا ډېره مهمه ده چې موږ باثباته اقتصادي اړيکي ولرو.» خو راېموندو د سيمي کندکتر موادو صادراتو محدوديتونو د موضوع په تړاو تېریدنه يا په دې تړاو جوړجاړی رد کړ. 

نوموړې وويل: «البته د ملي امنيت په تړاو مسئلو د جوړجاړي او يا پرې د خبرو اترو امکان نشته.»

راېموندو وویل چې په واشنگټن کې حکومت له چين سره د تعامل له پاره د «عمل وړ ثابتو گامونو» په لټه کې دی او زياته یې کړه چې په دې برخه کې د «پام وړ ننگونې» شته.

د چين د تجارت وزير وانگ، له خپلې امريکايي سیالې سره تر خبرو اترو مخکې وويل چې د چين او امريکا اړيکي د نړۍ له پاره مهمې دي او د راېموندو څرگندونې یې وستايلې.

اړونده موضوع: چين امريکا ته د احتمالي «شخړې او ټکر» څخه خبرداری ورکړ

نوموړي وزير وويل چې دواړو هېوادونو «د روان دوبي په ترڅ کې د معلوماتو د تبادلې او کاري ډلو پر رامنځته کولو کار کړی دی چې موږ به دا د دې جوگه کړي چې په خپلو اړيکو لا دوامداره ښکيلتيا ولرو.»

د چين او امريکا ترمنځ ليدنې کتنې

رايموندو له هغو يو شمير امريکايي چارواکو څخه يوه ده چې د روان دوبي په اوږدو کې یې د اړیکو د ښه کولو په موخه چين ته سفرونه کړي دي.

په جولای میاشت کې د امريکا د خزانې وزيرې جېنت ايلين، په پيکنگ کې له چارواکو سره تر ملاقات وروسته ويلي ول چې د اړيکو د ثبات په برخه کې پرمختگ شوی دی. 

د امريکا د تجارت د وزېرې دا سفر د هغې هوکړې په پایله کې ترسره کیږي چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن، او د چین ولسمشر شي جين پینگ، په نومبر میاشت کې په اندونیزيا کې په يوه غونډه کې کړې وه.

اړونده موضوع: «څوک چي په اور بازي کوي، خپل ځان سوځوي»

چين د ۲۰۲۲م کال په اگست میاشت کې له امريکا سره تر هغه وروسته دیالوگ پای ته رسولی وو چې د امريکا د استازو مجلس مشرې نينسي پلوسي، تاېوان ته سفر وکړ. د چين حکومت د تایوان سيمه خپل ملکيت بولي.

تېره اونۍ د امريکا حکومت ۲۷ چینايي شرکتونه له هغه تور نوملړه حذف کړل چې امريکايي تکنالوژۍ ته یې لاس رسی محدود دی.

ب.  ص/ ن. ز (Reuters, AP)

زموږ له آرشيف څخه: