1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن: د چین، روسیې او ایران د نفوذ د پراخیدو مخه نیسو

۱۴۰۱ تیر ۲۶, یکشنبه

جوبایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په پای کې او له سعودي عربستان نه د لیدنې پرمهال ټینګار وکړ چې امریکا به له منځني ختیځ څخه ونه وځي. په وينا يې چین، روسیې او ایران ته به اجازه ورنکړي چې هلته د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.

https://p.dw.com/p/4EFKv
Saudi-Arabien | Besuch US-Präsident Joe Biden | Golf-Kooperationsrat
انځور: Evan Vucci/AP/dpa/picture alliance

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سعودي عربستان په جده ښار کې د عربي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې امریکا به په منځني ختیځ کې خپل ژمن حضور ته دوام ورکړي او په سیمه کې به د چین، روسیې او ایران د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي.

بایډن چې د شنبې په ورځ (د جولای په ۱۶ مه) په جده کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې ګډون کړی و وویل:«موږ به بهر نه ځو او  داسې تشه به پرینږدو چې چین، روسیې یا ایران یې ډکه کړي.»

په دې غونډه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویت، عمان، قطر او بحرین د هېوادونو د مشرانو ترڅنګ د عراق، مصر او اردن د هېوادونو مشرانو هم حضور درلود.

بایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په پای کې ټینګار وکړ چې هېواد به یې په منځني ختیځ کې «فعال» حضور ته دوام ورکړي او د سیمې د هېوادونو «فعال شریک» به وي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ ، چې هېواد به یې ایران ته اجازه ورنکړي، چې اټومي بمونو ته لاس رسی پیدا کړي او په دې توګه به د سیمې له ډېرو هېوادونو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي، څو «سیمې ته د ایران له لوري د رامنځته شوي ګواښونو»مخنیوی وشي.

بایډن او سلمان پر کومو موضوعاتو خبرې کړي؟

بایډن وویل چې هغه به له  ایران سره د اټومي تړون  د بیا راژوندي کولو لپاره ډیپلوماسۍ ته دوام ورکړي، خو »هرڅه چې پیښ شي، متحده ایالات هوډ لري چې ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.»

سعودي عربستان هم  ایران په سیمه کې لوی ګواښ ګڼي

 د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې د خپل پلار پاچا سلمان پر ځای یې  په دې غونډه کې ګډون کړی و، د غونډې په پیل کې له ایرانه وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو اصول مراعات کړي.

Saudi Arabien | US-Präsident Biden trifft MSB
 د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم له ایرانه وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو اصول مراعات کړي.انځور: Bandar Algaloud/Courtesy of Saudi Royal Court/Handout/REUTERS

هغه له ایرانه غوښتنه وکړه چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د سیمې له هېوادونو او همدارنګه د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره په همکارۍ د سیمې د راتلونکي په اړه د نظر یوه برخه شي.

بایډن همدا راز د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې له تروریستي حملو وروسته په سیمه کې بدلونونو ته هم اشاره وکړه او یادونه یې وکړه چې اوس سیمه د پخوا په پرتله ډیره متحده شوې او پخواني حریفان یې اوسني ډیپلوماټیک او اقتصادي شریکان شوي دي.

هغه تضمین وکړ چې متحده ایالات به په منځني ختیځ کې د نړیوال سمندري تګ راتګ د ازادۍ ساتنه وکړي: «متحده ایالات به هیڅ بهرني یا سیمه ایز ځواک ته اجازه ورنکړي چې د منځني ختیځ په اوبو کې د سمندري تګ راتګ ازادي له خطر سره مخامخ کړي.»

بایډن د باب المندب او د هرمز تنګي په اوبو کې د سوداګریزو تګ راتګونو ازادي حیاتي وبلله او ویې ویل چې امریکا به په سیمه کې د نورو هېوادونو د تسلط لپاره د هېڅ هېواد هڅې ونه زغمي.

تر دې وړاندې امریکا په وار وار اعلان کړی چې د ایران له خوا په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د کښتیو د  تګ راتګ او آزادۍ په وړاندې له ګواښونو سره مقابله کوي.

جو بایډن سعودي ته د خپل پلان شوي سفر دفاع کړې

امریکا په ځلونو ایران د سیمې په سمندري لارو کې پر سوداګریزو کښتیو د بېلابېلو بریدونو مسوول بولي.

ایران دغه تورونه ردوي

بایډن په جده کې د عربي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې له یو شمېر عربي مشرانو سره دوه اړخیزې ناستې هم وکړې.

بایډن په شنبه (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱۶) ناوخته واشنګټن ته ستون شو. هغه جدې ته له خپل سفر مخکې اسرائیلو او لویدیځې غاړې ته هم تللی و.

۷۹ کلن امریکايي ولسمشر د لومړي ځل لپاره په دې ظرفیت منځني ختیځ ته سفر کوي. دا سیمې ته د دغه وتلي امریکايي سیاستوال لسم سفر دی.