1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«څوک چي په اور بازي کوي، خپل ځان سوځوي»

۱۴۰۱ مرداد ۷, جمعه

د امريکا او چین ولسمشرانو د تليفون له لارې تر دوه ساعته هم ډېرې خبرې وکړې او په دې ترڅ کې یې پر لانجمنو موضوعاتو نظره سره تبادله کړل. د بحث اصلي موضوع څه وه؟

https://p.dw.com/p/4Eqqn
USA Joe Biden bei einem Telefongepräch mit Xi JinpinG
انځور: White House/ZUMAPRESS.com/picture alliance

د سپينې ماڼۍ په حواله د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن او د چين جمهور رئيس شي جين پينګ په دغه تليفوني تماس کې خپل دريځونه په «مستقيمه»،«پرانيستي» او «صادقه» توګه بيان کړل.

په ديپلوماتيکي ژبه کې دا اصطلاحات په عمومي توګه د مخامختيا او يا لاجمنو خبرو له پاره کارول کیږي. له هغه راهيسې چې بايدن واک ته رسېدلی دی، د دواړو مشرانو ترمنځ دا پنځم رسمي تليفوني تماس دی. په وروستي ځل دواړو سره په مارچ میاشت کې خبرې اترې کړې وې.

دا تازه تلیفوني خبرې د امريکا د استازو مجلس د مشرې نينسي پلوسي تايوان ته د احتمالي سفر تر سيوري لاندې ترسره شوي. په داسې حال کې په واشنګټن کې د ولسمشرۍ دفتر په وار وار سره تر پوښتلو وروسته هم واضح ځواب ور نه کړ، له پيکنګ څخه ويل شوي چې شي پينګ خپل سيال ته په دې ټکو سره خبرداری ورکړ چې هغه څوک چې له اور سره لوبې کوی، خپله به پرې سوځيږي. زياته شوې نوموړي بايدن ته ويلي چې دی تمه لري متحده ایالات به ورسره پر دي ټکي همنظره وي.

چين تايوان ته د خپل يوه جلا شوي ایالت په سترګه ګوري چې بيرته باید له دغه هېواد سره يوځای شي چې دا کار د اړتيا په صورت کې په پوځي ځواک سره هم کیدلی شي. پر اوکراين د روسیې يرغل دا خطر نور هم رانزدې کوي چې چين کیدای شي نه يوازې د مسکو چلن ملاتړ کړي بلکې خپله هم له تايوان سره ورته چلن غوره کړي. هغه څه چې امریکا غواړي مخه یې ونيسي.

سي ان ان: پنتاګون پر يوه امنیتي پلان کار کوي

نيسني پلوسي تر اوسه په رسمي توګه د خپل سفر اعلان نه دی کړی. خو د رسنيو د رپوټونو په حواله د ديموکراتانو دغې استازې لا دمخه د خپل ګوند غړي او همدا جمهوري غوښتونکي رابللي، څو دا تايوان ته بدرګه کړي. 

د سي ان ان تلويزيوني شبکې د يوه رپوټ په حواله پنتاګون د امنیتي اقداماتو په اړه په کار لاس پورې کړی دی، په هغه صورت کې که چېرې په رښتيا دغه ۸۲ کلنه تایوان ته خپل سفر پېل کړي.

د رپوټونو په حواله د چين مشرتابه واضح کړې ده چې دې ډول يوه سفر ته به د پارونې په سترګه وکتل شي.

China Xi Jinping  bei einer Videokonferenz mit Joe Biden
د چين ولسمشر بايدن ته: «څوک چې په اور لوبې کوي خپل ځان سوځوي.« انځور: Huang Jingwen/Xinhua News Agency/picture alliance

بایدن په دې منځ کې ويلي دي چې د تایوان په تړاو د امريکا سياست تغیر نه دی کړی. متحده ایالاتو په يو اړخیزه توګه د چين د «وضعيت د بدلونو» هڅې او «په فورموس تنګي کې د سولې او ثبات» له منځه وړل رد کړل. فورموس تنګی ۱۸۰ کيلومتره بر لرونکې سمندري ساحه ده چې د تایوان ټاپو د چين له فوجيان ایالت څخه جلا کوي.

د تايوان د بهرنيو چارو وزارت چين او امريکا پر تليفوني تماس د غبرګون په توګه ويلي چې هېواد به یې له متحده ايالاتو سره ژور امنیتی مشارکت نور هم پراخ کړي.

«د مخامخ ليدنې کتنې ارزښت»

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت يوه استازي تر تليفوني تماس وروسته وويل چې دواړو مشرانو د مخامخ ليدنې کتنې پر ارزښت خبرې وکړې او پر دې سره سلا شول چې د مخامخ ملاقات زمينه برابره کړي.

د سپينې ماڼۍ په حواله دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړيکو له پاره پر مهمو موضوعاتو هم خبرې وکړې چې د اقليم بدلون او د روغتيايي امنيت موضوعګانې پکې شاملې وې.

د امریکا او چين ترمنځ بې باوري په دې وروستیو کلونو کې ډېره شوې ده. د نړۍ د دواړو سترو اقتصادونو تجارتي اړيکي هم پر يو بل د ګمرګي جزايي اقداماتو له کبله زيانمنې شوي دي.

د بایدن حکومت پر دې غور کړی چې د نوموړي د سلف په دوره کې پر يو شمیر چينايي محصولاتو لګول شوې ګمرګي مالیې لغوه کړي. د دې هڅو پس منظر په امريکا کې په نوامبر مياشت کې د منځنۍ دورې د انتخاب څخه تر مخه د مخ پر ودې انفلاسيون مخنیوی دی.

«د ۲۱مې پيړۍ ستره جيو سياسي ننګونه»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر چين ته چې له پوځي او اقتصادي لحاظ د پرمختګ هڅه کوي، د ۲۱مې پيړۍ د سترې جيو سياسي ننګونې په سترګه ګوري او غواړي چې په پريکړنده توګه د چين د مشرتابه مخه ونيسي.

په عين وخت کې هغه د ګډو ګټو په موضوعاتو کې د همکارۍ هڅه هم کوي چې پر نورو سربیره پکې د ځمکې د تودېدو موضوع شامله ده. د امریکا د ملي امنيت د ویاند د معلوماتو په حواله د بایدن اصلي هدف له چين سره په مناسباتو کې د «لارښوونیزو اصولو» رامنځته کول دي. دا څه به ښايي دا تضمين کړي چې دواړه اړخونه به وکولی شي پر لانجمنو موضوعاتو «له يو بل سره وغږيږي.»

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr, ap)