1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين امريکا ته د احتمالي «شخړې او ټکر» څخه خبرداری ورکړ

۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سه‌شنبه

د چين د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې د امريکا تګلارې له پيکنګ سره «د شخړې او مخامخيدو» خطر پر سر اخلي. چن د «جاسوسي بالونونو» له افتضاح څخه نيولې تر اوکراين جګړې پورې، موضوعاتو په اړه دريځ روښانه کړ.

https://p.dw.com/p/4OL4E
د چين د بهرنيو چارو وزير چن ګانګ
د چين د بهرنيو چارو وزير چن ګانګانځور: Mark Schiefelbein/AP Photo/picture alliance

د چين د بهرنيو چارو وزير چن ګانګ امريکا متحده ایالاتو ته د تايوان په هکله د دغه هيواد د چلن له کبله خبرداری ورکړ. نوموړي د سه شنبې په ورځ وويل چې هیڅ يو هيواد د چين په داخلي چارو کې د لاس وهنې حق نه لري.

د چين د بهرنيو چارو د وزير په توګه په خپل لومړي خبري کنفرانس کې چن ګانګ په ځانګړي توګه پر امريکا، تایوان، روسیې او د اوکراين پر جګړې د تمرکز سره د چين د بهرنۍ تګلارې دريځ څرګند کړ.

د تایوان په اړه یې څه وويل؟

په پيکنګ کې د کلنۍ ملي ولسي کانګرې په څنډه کې د خبرو پر وخت چن وويل چې د تایوان مسئله –  او د واشنګټن د متحد چين پاليسي –  د دغو دوو نړيوالو قدرتونو ترمنځ د اړيکو بنسټ جوړوي.

اړونده موضوع: یوه بالون چین ته د بلینکن سفر لغؤ کړ

هغه وويل چې هيڅ بل هېواد د تايوان په مسئله کې د مداخلې حق نه لري. هغه دا مسئله يوه «سره کرښه» وبلله چې امريکا ترې باید ور تیره نه شي.

د متحد چين تګلارې پر اساس امريکا پيکنګ په رسميت پيژني او د چين دا دريځ هم مني چې تایوان د دغه هيواد يوه برخه ده.

تير ميلادي کال کې د امريکا د کانګرس يو شمير غړيو دغه خپلواکمنې سيمې ته سفر کړی وو چې دې کار د چين د حکومت غوسه را پارولې وه.

چين له امريکا سره ترنګلتيا ته څه ډول غبرګون ښوولی؟

چن ګانګ له امريکا سره د چين د ترینګلو اړيکو يادونه هم وکړه او ویې ویل چې د اړيکو د خرابيدو پړه امريکا پر غاړه لري. د بهرنيو چارو وزير وويل چې د چين په تړاو د امريکا پاليسۍ «له منتقي لارې انحراف» کړی دی.

زموږ فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

نوموړي وويل چې په دې وروستیو کې د امريکا له خوا د چين د شکمن جاسوسي بالون د ويشتلو پريکړې يوه ديپلوماتيکي شخړه رامنځته کړې چې مخه یې نيول کيدلای شوه. چين ويلي ول چې دغه الوتونکی یې د هوا په اړه څيړنو له پاره کاروه.

تايوان د امريکا د کانګرس د غړو سفرونو چين سخت په غوسه کړی وو
تايوان د امريکا د کانګرس د غړو سفرونو چين سخت په غوسه کړی ووانځور: Noel Celis/AFP/Getty Images

چن په خپلو خبرو کې زياته کړه چې که چېرې واشنګټن خپله تګلاره بدله نه کړي نو «هرو مرو به شخړه او ټکر» رامنځته کيږي.

چن مخکې تر هغه چې د بهرنيو چارو وزارت پر څوکۍ کښيني، په امريکا کې د چين د سفر په توګه دنده ترسره کړې وه.

د اوکراين د جګړې په اړه د چين دريځ؟

چن په داسې حال کې چې سولې د خبرو اترو او په اوکراين کې د روسیې په تړاو یې د يوه ديپلوماتیک پريکړه ليک غوښتنه کړې، دا ادعا یې هم وکړه چې يو شمیر هيوادونه د دې شخړې تر شا پټې اجنډاوې لري.

هغه زياته کړه چې يو «مخفي لاس په اوکراين کې جګړه د ځانګړو جيو سياسي اجنډاو» له پاره کاروي.

په اوکراين کې جګړې په هکله د چين په تازه طرحه کې پيکنګ د ديالوګ غږ کړی وو خو د سولې د خبرو له پاره یې نوي نوښتونه نه وو وړاندیز کړي.

اړونده موضوع:چين د «نړۍ د امنیت» خپل نوښت خپور کړ

په داسې حال کې چې په نړيوال سټيج کې روسيه وار په وار منزوي کیږي، له چين سره یې اړيکي د ودې په حال کې دي.

د چن ګانګ په حواله چين په دې باور لري چې د سولې هر ډول خبرې بايد «د ټولو خواو مشروع امنيتي انديښنو» ته درناوی ولري. نوموړي همدا راز له نړيوالو غوښتنه وکړه چې پر روسیې لګول شوي جزايي بندیزونه دې نرم کړل شي او ویې ویل چې «بندیزونه او فشار به ستونزه حل نه کړي.»

په تېر کال کې د جګړې له پېل راهېسې تر اوسه چين پر اوکراين د روسیې د بشپړ اشغال دا کړنه غندلې نه ده.

آلمان او د لويديځ يو شمیر نور هيوادونه په دې اړه اندېښنه لري چې چين کیدای شي روسیې ته وسلې او نور مهمات ورکړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: