1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستتایوان

چین: له تایوان سره د امریکا مرستې زمونږ اراده نه شي بدلولی

۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبه

چین وایي چې امریکا متحده ایالات تایوان د «وسلو پر زیرمې» بدلوي. پیکینگ دا ډول غبرگون د واشنگټن له خوا تایوان ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت د نظامي بستې د مرستې تر اعلان وروسته، ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4UYv7
Symbolbild Beziehungen USA China Fahne Flagge
انځور: daniel0Z/Zoonar/picture alliance

چین له تایوان سره د امریکا له خوا د ۳۴۵ میلیونه ډالرو نظامي مرستو بستې تر اعلانولو وروسته، پر متحده ایالاتو تور لگولی دی چې امریکا غواړي تایوان د «مهماتو پر زیرمه تون» بدل کړي. تایوان هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ټاپو ساحلونو ته نږدې اوبو کې یې د چین شپږ سمندري بیړۍ لیدلي دي.

دې پوځي بستې ته په اشارې سره اوس چین وایي چې له تایوان سره اوسنۍ نظامي مرستې نه شي کولی «د دې جزیرې د یوځای کولو په اړه د پکینگ د ارادې مخه ونیسي.»

په چین کې د تایوان د چارو دفتر له تایوان سره د امریکا د دغو پوځي مرستو په غبرگون کې یوه اعلامیه خپره کړې ده. په دغه اعلامیه کې راغلي دي: «د دوی اقدامات تایوان د مهماتو او باروتو په ذخیرې بدلوي او د تایوان په تنگه کې د جگړې خطر زیاتوي.»

د دغې ادارې یوه ویاند چین بینهوا، وویل: «مهمه نه ده چې د تایوان بیلتون غوښتونکي ځواکونه په کومه اندازه د عامو خلکو له مالیاتو او امریکایي وسلو څخه استفاده کوي. دا د تایوان د ستونزې د حل له پاره او زمونږ د مورنۍ خاورې د بیرته یوځای کولو له پاره زمونږ اراده نه کمزوری کوي.»

China Kampfjet-Pilot bei Militärübung vor Taiwan
د تایوان په اطرافو کې د چین جنگي جټ الوتکه کې یو پیلوټ د تمریناتو پر مهالانځور: Mei Shaoquan/Xinhua/picture alliance

په دې وروستیو کلونو کې د چين خلق آزادي بخښوونکي پوځ په تانوان کې پر اهدافو پوځي مانورې زیاتې کړي دي. دوی همدارنگه جنگي بیړۍ او الوتکې د دې ټاپو اطرافو ته استولي دي.

د ترقي غوښتونکي دیموکراتیک گوند په رهبرۍ د تایوان واکمنانو له متحده ایالاتو څخه د وسلو پیرل ډیر کړي دي. دا پر دې ټاپو د چین د یرغل خطر پر وړاندې د دغه هیواد د دفاعي ستراتیژۍ یوه برخه ده.

چین او تایوان په ۱۹۴۹م کال کې د یوې کورنۍ جگړې په پایله کې سره جلا شول. تایوان تر اوسه پورې هیڅ کله هم د چین د کمونیست گوند له خوا نه دی اداره شوی.

د پخوانیو خریداریو برخلاف، د مرستو دغه بسته د امریکا د ولسمشر د اختیاراتو یوه برخه ده چې تیر کال د دې هیواد کانگرس تصویب کړې وه.

دغه بسته په امریکا متحده ایالاتو کې د وسلو او مهماتو له موجوده زیرمې څخه ورکول کیږي او تایوان اړ نه دی چې د هغه تولید او لیږدول کیدو ته انتظار وباسي.

که څه هم تایوان تر اوسه پورې د ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې پیرلي دي، خو ډیري دغه وسلې تر اوسه پورې تایوان ته نه دي انتقال شوي. واشنگټن به تایوان ته د هوایي دفاع دستگاوې چې د لیږدیدو وړ دي، د څارنې او نظارت دستگاوې، درنې وسلې او توغندي هم واستوي.

 آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب