1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل: د غزې تراډي ټولو برخو ته عملیات غځول شوي دي

۱۴۰۲ آذر ۱۳, دوشنبه

د اسرائيل پوځ ویلي دي چې د دوی ځواکونه اوس په ټوله غزه کې د حماس پر ضد عملیات کوي. په ورته وخت کې د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر غواړي چې د حماس او اسرائيل ځواکونو له خوا د احتمالي جنګي جرمونو په اړه څېړنه وکړي.

https://p.dw.com/p/4ZlEK
Nahostkonflikt | Ende der Waffenruhe | Luftangriff auf den Gazastreifen
انځور: Said Khatib/AFP/Getty Images

د اسرائيل پوځ ویلي دي چې د ترهګري ډلې حماس پر ضد یې خپل ځمکني عملیات د غزې تراډې «هرې څنډې» ته غځولي دي.

د اسرائيل پوځ له یوې اونۍ وقفې وروسته د جمعې په ورځ په غزه کې خپل عملیات بیا پیل کړل.

د اسرائيل پوځ چې په وروستیو اونیو کې د غزې تړاډي په شمال کې په ځمکنیو پوځي عملیاتو بوخت دی، د دي تراډي په جنوب کې یې هم هوايي بریدونه پیل کړي دي. د غزې زیاتره اوسیدونکي د دغو بریدونو له ویرې د دغې ساحلي سیمې جنوب ته تښتیدلي دي.

خو د اسرائيل د پوځ ویاند دانیل هاګاري د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد ځواکونه د جنوب پر لور د پرمختګ په حال کې دي: « د اسرائيل پوځ د حماس د حضور پر ضد خپلو ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي او د غزې تړادي ټولو برخو ته پراخیږي. سرتيري به له ترهګرو سره مخامخ شي او هغوی به ووژني.»

د اسرائيل پوځ تر اعلان مخکې، عيني شاهدانو د جرمني خبري اژانس ته ويلي وو، چې د اسرائيل پوځيان د غزې تراډي په جنوب کې د خان يونس ښارګوټي ته پرمختګ کړی دی.

د جګړې له پیل راهیسې ۱۰ زره هوايي بریدونه شوي دي

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې په تیرو دوو میاشتو کې یې د دغې جگړې له پیل راهیسې د غزې په تراډه کې شاوخوا لس زره هوایي بریدونه کړي دي.

د اسرائيل دفاعي ځواک ویلي دي چې په دغو بریدونو کې د فلسطیني تروریستي سازمانونو د قوماندې مرکزونه، تونلونه او د وسلو ګودامونه په نښه شوي دي.

په همدې حال کې د اسرائيل پر عملیاتو نړیوال انتقادونه مخ په زیاتیدو دي. د غزې په تړانګه کې د اسرائيل بمباريو يو زيات شمېر ولسي وګړي وژلي او ټپيان کړي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د جګړې له پیل راهیسې ۱۵۵۲۳ کسان وژل شوي او ۱۴ زره ۳۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د غزې تراډي د ۲،۲ میلیونو اوسېدونکو له ډلې څه باندې ۸۰ سلنه د دغې جګړې په پایله کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د احتمالي جنګي جرمونو څېړنه

د جرمونو نړیوالې محکمې مشر ویلي دي چې د هغه دفتر د اسرائيل ځواکونو او حماس له خوا د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د تحقیقاتو د پرمختګ له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کوي.

د دغي نړیوالې محکمې مشر کریم خان، دې سیمې ته له خپل لومړي سفر وروسته په یوه لیکلي بیان کې وویل چې هغه د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې تر برید لاندې سیمو کې د "حساب شوي ظلمونو صحنې" لیدلې دي.

په دې کتنه کې هغه د اسرائيل د قربانیانو له کورنیو سره وکتل او له حماس څخه یې د ټولو یرغمل شویو کسانو د سمدستي او غیر مشروطه خلاصون غوښتنه وکړه.

کریم خان وویل: «د اکتوبر پر اوومه د بې ګناه اسرائيليانو پر وړاندې بریدونه د یو شمیر خورا جدي نړیوالو جرمونو استازیتوب کوي، چې د انسانیت ضمیر یې ړلزولی، هغه جرمونه چې د جرمونو نړیواله محکمه یې د مخنیوي له پاره جوړه شوې وه.»

هغه زیاته کړه چې هغه هڅه کوي «مسوولینو ته حساب ورکړي.»

کریم خان په رام الله کې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس په ګډون لهفلسطینيچارواکو سره هم وکتل او د فلسطیني قربانیانو له کورنیو سره یې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې جګړه »د غزې تړانګي په ګڼ میشته سیمو کې په طبیعي توګه پیچلې ده، چیرته چې جنګیالي په غیرقانوني توګه د ملکي وګړو په ځایونو کې حرکت کوي، مګر نړیوال بشردوستانه قانون باید پلي شي او د اسرائیل پوځ پوهیږي چې دا قانون باید پلی شي.»

د نړیوالې محکمې مشر زیاته کړه: »موږ باید وښیو چې قانون شته، په لومړۍ کرښه کې، او د هرچا د ساتنې توان لري.»

دغه نړیواله محکمه له ۲۰۲۱م کال راهیسې په فلسطیني سیمو کې د دواړو خواوو له خوا د احتمالي جرمونو په اړه څېړنه کوي، خو تر اوسه یې کوم تور نه دی اعلان کړی. اسرائیل او امریکا متحده ایالات د دې نړیوالې محکمې غړي نه دي او د هغې پریکړه په رسمیت نه پیژني.

یونیسف د "سمدستي بشري اوربند" غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د ماشومانو د زیاتې مرګ ژوبلې شاهد دی.

د یونیسف ویاند جیمز الډر، چې د غزې جنوبي سیمې ته تللی، ویلي دي چې سیمه اوس «د جګړې تر ټولو ناوړه بمبارۍ تجربه کوي.»

هغه په یوه ویډیو کلیپ کې چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ وویل: «زه دلته د ماشومانو د نه ختمیدونکي وژنې څرګندولو له پاره نږدې ناتواني احساس کوم.» هغه د «سمدستي بشري اوربند» غوښتنه وکړه.