1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل او حماس جګړه؛ بایډن اسرائیل ته سفر کوي

۱۴۰۲ مهر ۲۵, سه‌شنبه

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د چهارشنبې په ورځ اسرائیل ته سفر وکړي، تر څو د اسرائيل امنیت ته د امریکا پر «اوسپنیز تعهد» باندې ټینګار وکړي.د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ به هم نن سه شنبه اسرائیل ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/4XcWX
Israel Sederot Truppenaufmarsch am Gazstreifen
انځور: Amir Levy/Getty Images

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چې ټاکل شوې نن سه شنبه به اسرائيل ته سفر وکړي. د اکتوبر د اوومې نېټې له تروریستي بریدونو چې تر ۱۴۰۰ زیات اسرائيلي سرتیري او ملکیان پکې ووژل شول، دا په نړیواله کچه لومړی لوړ رتبه چارواکی دی چې دغه هیواد ته سفر کوي.

شولڅ ویلي دي چې دا ډېره مهمه وه چې «زما په سفر کې په عملي ډول له اسرائيل سره خپل پیوستون اعلان کړو» ځکه چې دا سفر به د اسرائيل تر څنګ د جرمني حکومت د ژمنې په اړه تر ټولو قوي پیغام وي.

شولڅ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې د سفر په اجنډا کې د اسرائيل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه هيواد له کابینې سره د "ځینو عملي فرصتونو" په اړه خبرې اترې شاملې دي.

غزې ته د بشردوستانه مرستو تنظیم کول او نورو ډګرونو ته په ګډون د اسرائیل او لبنان سرحد ته د جګړې له خپریدو څخه د مخنیوي اقدامات شامل دي.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي دي، چې د امریکا ولسمشر جو بایدن به د چهارشنبې په ورځ لهاسرائیل وروسته اردن ته ولاړ شي او له عربي رهبرانو سره به وګوري.

کربي ویلي دي چې بایدن به د اردن له پاچا عبدالله، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره وویني.

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند ویلي دي: «موږ غزې ته د بشري مرستو د رسولو پر اړتیا په ښکاره خبرې کړې دي. دا د ولسمشر بایدن او یقینا د ټولې ادارې دوامداره غوښتنه وه.»

اسرائيل ته د بایدن سفر به د اکتوبر اوومې د ویجاړونکي ترهګریز برید راهیسې د اسرائيل تر څنګ دریدو له پاره د هغه ترټولو قوي پیغام وي.

د بایدن ادارې له اسرائيل سره د پوځي ملاتړ ژمنه کړې، سیمې ته جنګي  الوتکي وړونکې بیړۍ او مرستې استولې دي. بایدن همدا راز ویلي دي چې غزې ته باید د مرستو اجازه ورکړل شي، ځکه چې هلته وضعیت خراب دی.

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د غزې تراډي له شمال څخه جنوب ته شاوخوا یو میلیون کسان ایستل شوي دي.

هغه ویلي دي: «ډېر اوس په غزه کې د مرستو ترلاسه کولو په اړه اندېښمن دي، ځکه چې دوی غواړي له دغه سېمې ووځي.»

امریکا او اسرائیل په غزه کې د ملکي وګړو د مرستې پر یوه پلان موافقه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې موافقه کړې ده چې ملکي خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پلان جوړ کړي.

د دې پلان د عملي کولو مهالویش نه دی اعلان شوی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې غزه د څښاک اوبو، خوراکي توکو، سون توکو او طبي توکو له کمښت سره مخ ده او خلک یې له بشري ناورین سره مخ دي.

پر اسرائیل د حماس تر ترهګریز برید وروسته دغه هیواد په پراخو بمباریو سره ځواب ورکړ او په عین حال کې یې غزه بشپړه محاصره کړه. د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا د تروریستي سازمان په توګه درجه بندي شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) یو ځل بیا د غزې او مصر تر منځ د رفح پولې د پرانیستلو غوښتنه کړې ده، چې غزې ته د بشري مرستو د رسولو یوازينۍ مناسبه لار ده.

په دې محاصره شوې سیمه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسرائيل په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۲۷۷۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

بلینکن د اسرائيل له کابینې سره تر شپږو ساعتونو زیاتې خبرې وکړې او دې غونډې د دوشنبې شپې تر نیمایي دوام وکړ.

دغه جګپوړی امریکايي دیپلومات په سیمه کې د څلورویشت ساعته دیپلوماسۍ په پنځمه ورځ حضور درلود. هغه عربي هيوادونو ته له څلور ورځني سفر وروسته د دوشنبې په ورځ بېرته اسرائيل ته ستون شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې بلینکن او نتانیاهو د غونډې پر مهال د خطر زنګ له غږېدو وروسته پنځه دقیقې په یوه خوندي ځای کې پناه واخیسته.

د اسرائيل د دفاع وزیر یواف ګالانت له بلینکن سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: «دا به یوه اوږده او ګرانه جګړه وي، خو موږ به د اسرائیل او یهودانو او هغه څه چې دواړه هيوادونه پرې باور لري دغه جګړه وګټو.»

نتانیاهو پوتین ته: د غزې جګړه به تر هغه پای ته ونه رسېږي چې حماس له منځه لاړ نه شي

د اسرائيل د معلوماتو له مخې د دغه هیواد لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دوشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په تیلیفوني خبرو کې وویل چې اسرائیل به تر هغه وخته په غزه کې جګړه ونه دروي چې حماس له منځه نه وي تللی.

د روسیې د معلوماتو له مخې، پوتين نتانياهو ته ويلي دي، چې مسکو غواړي په غزه کې د يوه بشري ناورين په مخنيوي کې مرسته وکړي.

پوتین هیله څرګنده کړې: «د فلسطین-اسرائیل شخړه پای ته رسېږي او دغه دواړه هیوادونه به د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو سوله ایز حل ته ورسیږي.»

د روسیې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پوتین په دغه تیلیفوني تماس کې نتانیاهو ته د ایران، مصر، سوریې او فلسطیني ادارې له مشرانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

https://p.dw.com/p/4Xbu7