1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اسرائیل پوځ الشفا روغتون ته ننوتی»

۱۴۰۲ آبان ۲۴, چهارشنبه

د اسرائيل پوځ د غزې په الشفا روغتون کي په حماس پسې هدفمن اقدام کړی دی. د امريکا متحده ايالاتو په حواله حماس له روغتونونو څخه د پوځي اهدافو له پاره کار اخلي.

https://p.dw.com/p/4YpFr
Nahostkonflikt | Al-Schifa Krankenhaus in Gaza Stadt
انځور: Ahmed El Mokhallalati/REUTERS

د اسرائيل پوځ د معلوماتو له مخي د غزې په الشفا روغتون کي يې په «هدفمندانه» ډول د حماس پرضد اقدام کړی دی. د پوځ په يوه اعلاميه کي راغلي دي: »د استخباراتي معلوماتو له مخي د اسرائيل دفاعي ځواکونو د الشفا روغتون په يوې مشخصې برخي کي د حماس پر وړاندي دقيق او هدفمند عمليات پيل کړي دي.» د عملياتو هدف د حماس د قوماندې يو شکمن مرکز بلل سوی دی.

د اسرائيلپوځ پر حماس ترهګر سازمان تور لگوي چي د فلسطيني سيمې د تر ټولو لوی روغتون لاندي يې په تونلونو کي خپل پوځي مرکز جوړ کړی دی. گومان کيږي چي هلته به له اسرائيل څخه تښتول سوي کسان هم پټ ساتل سوي وي. تر دغو عملياتو مخکي اسرائيل په غزه کي د حماس تر کنترول لاندي صحي چارواکو ته په دې هکله خبر ورکړی وو.

Gazastreifen | Israelische Panzer
د غزې په تراډه کی اسراییلي ټانکونهانځور: IDF/Handout via Xinhua/picture alliance

د اسرائيل پوځ دا هم څرگندوي چي د هغوي په دفاعي ځواکونو کي روغتيايي ټيمونه او عربي ژبې کسان هم شامل دي چي دغه پيچلې او حساس محيط ته د آمادگۍ له پاره يې ځانگړې روزنه ليدلې ده. د هغه په حواله به ملکي کسانو ته کوم زيان ونه رسيږي.

د امريکا حکومت هم په روغتون کي د حماس د قوماندې له مرکز څخه خبره کوي

د امريکا استخباراتي اطلاعات د اسرائيل د معلوماتو ملاتړ کوي. د امريکامتحده ايالاتو د ملي امنيت شورا وياند جان کربي، ژوناليستانو ته وويل چي د حماس او اسلامي جهاد په نوم د وسله والو فلسطينيانو ډله، له الشفا روغتون څخه د »قوماندې او کنترول يو مرکز« اداره کاوه. ښايي هلته تجهيزات او وسلې هم ځای پرځای سوي وي. حماس په عمومي توگه په غزه کي د خپلو عملياتو د مخفي ساتلو او پرمختگ او همدارنگه د يرغمل سوو کسانو د ساتلو له پاره له روغتونونو او تر هغه لاندي تونلونو څخه استفاده کوي.

Nahostkonflikt | Al-Ahli Baptist Krankenhaus in Gaza Stadt
د غزې په تراډه کی د ال اهلی روغتونانځور: Montaser Alsawaf/Anadolu/picture alliance

"دا يو جنگي جنايت دی"

کربي ټينگار کوي چي له الشفا روغتون څخه د پوځي اهدافو له پاره گټه اخيستنه يو جنگي جنايت دی. حماس د ملکي کسانو په منځ کي ځان پټوي. نوموړي ټينگار وکړ هغه بيچاره او ناروغ ملکي کسان چي د درملني په تمه دي، اجازه نه لري چي په يوه پوځي کړکيچ کي داخل سي.

د غزې تراډې د دغه ستر روغتونپه شاوخوا کي له څو ورځو راهيسي سختي نښتې رواني دي. د ملگرو ملتو په حواله د نوموړي روغتون په ساحه کي د ناروغانو، تښتيدلو کسانو او روغتيايي پرسونل په شمول لږ تر لږه ۲۳۰۰ انسانان بند پاته دي.

په واشنګټن کي د اسراييلو په ملاتړ مظاهرې

د امريکا متحده ايالاتو په پايتخت واشنگټن کي ، په لسونو زرو کسانو د يوه احتجاج په کولو سره، له اسراييلو سره خپل ملاتړ اعلان کړ. په عين حال کي هغوي د «اسراييلو له پاره دغه مارش » په ترڅ کي پر پلاکاټونو ، د يهوديت ضد غندنه او د حماس له خوا يې د غزې په تراډه کي د ۲۴۰ يرغمل سوو کسانو د آزاديدو غوښتنه کوله.

Washington Unterstützungs-Demo für Israel
په واشنگټن کی د اسراییلو په پلوي مظاهرهانځور: Mark Schiefelbein/AP/picture alliance

همدارنگه په امريکا متحده ايالاتو کي هم په دا وروستيو وختو کي د يهوديانو په وړاندي بريدونه ډير سوي دي. په عين وخت کي د بينيامين نيتنياهو د اسراييلي حکومت پر کړنو هم انتقادونه مخ په زياتيدو دي.   

GP/NZ/DW.Online