1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

له روغتون څخه د حماس د ناوړه ګټي اخیستني د شواهدو خپرول

۱۴۰۲ آبان ۲۳, سه‌شنبه

د اسرائیل پوځ داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې ښيي د حماس ډله د پوځي موخو له پاره د ماشومانو له یوه ځانګړي روغتون څخه ناوړه ګټه اخلي.

https://p.dw.com/p/4YmwH
غزه: د الرنتیسي روغتون
غزه: د الرنتیسي روغتون انځور: Mahmoud Ajjour/Quds Net News via ZUMA Press/picture alliance

د اسرائيل پوځ د دوشنبې په ورځ داسې ویډیوګانې او عکسونه خپاره کړل چې ښيي د حماس ترهګرې ډلي د ماشومانو د سرطان ناروغيو د درملنې له یوه ځانګړي روغتون څخه ناوړه ګټه اخيستې او په یاده سیمه کې ېې خپلې وسلي او نور پوځي تجهیزات ساتل.

د اسرائیل د پوځ ویاند دانیال هجري ویلي، پوځیانو د رانتیسي روغتون په شاوخوا کې د حماس د قوماندې هغه مرکز کشف کړی چې پکې د وسلو یوه زېرمه لاسي بمونه، د ځانمرګو بریدونو واسکټونه او نور چاودېدونکي مواد ساتل کیدل.

یاد اسرائيلي چارواکي زياته کړې ده، پوځیانو داسې شواهد هم موندلي چې ښيي حماس په یاده سیمه کې د اسرائیل يوه یرغمل کړې ډله هم ساتله.

ویل کیږې په یاد مرکز کې ځيني بنسټیز تاسیسات لکه یو کوچنی پخلنځی هم جوړ شوی او همدا شان داسې یو تونل هم کښل شوې چې د حماس د یوه لوړ پوړي قومندان کور ته ترې لار ورغلې.

اسرائیل په وار وار سره حماس تورن کړی چې له روغتونونو، ښوونځیو او نورو ملکي تاسیساتو څخه د وسلو د پټولو او د قوماندې د مرکزونو په موخه کار اخلي، خو د غزې د روغتونو چارواکي دا تورونه ردوي.

د شفا روغتون مشر: په ډله ایز قبر کې مو ۱۷۹ مړي خاورو ته وسپارل

د فرانسې خبري آژانس د یوه راپور پر بنسټ، د شفا روغتون مشر د سه شنبې په ورځ د نوامبر پر ۱۴مه اعلان وکړ چې د یاد روغتون مسؤلین «مجبور» شوي د ۱۳۹ کسانو مړي چې پکې ۷ نوې زیږیدلي ماشومان او ۲۹ هغه کسان چې د روغتون د جدي څارني په څانګه کې مړه شوې، روغتون ته څیرمه په ډله ایز قبر کې خاورو ته وسپاري.

خو په غزه کې د کړکیچنو حالاتو له امله د خپلواکو سرچینو څخه د دغو شمیرو د کره والي د تایید خبر ممکن نه دی.

شفا چې د غزې تر ټولو لوی روغتون دی. په شاوخوا کې ېې د حماس ځواکونو او اسرائیل د پوځیانو تر منځ د نښتو دوام او همدارنګه د سونګ او نورو روغتیاېې تجهیزاتو کمښت پکې کړکیچن وضعیت ته لاره هواره کړې.

د غزې یوه مسجد ته د حماس ډلي د ننوتلو تونل کشف شوی

د اسرائيل پوځ وايي چې سرتیرو يې په ځمکنیو عملیاتو کې د غزې په یوه جومات کې د حماس اړوند د یوه تونل په کشفیدو بریالي شوي. د رپوټ له مخې د اسرائيل ځمکنیو ځواکونو د خپلو عملیاتو په لړ کې د ټانک ضد پر یوې څانګي حمله کړې هغه عملیات چې يوې جنګي الوتکې او يوې چورلکې ېې هم ملتیا کوله.

په راپور کې همدا راز ویل شوي چې د اسرائیل هوايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د حماس پر ۲۰۰ اهدافو بمباري کړې چې پکې پوځي مرکزونه، د وسلو د جوړوني تاسیسات او د ټانک ضد توغندیو ساتل کیدل.