1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې يو سړی د یوه بريد د پلانولو په تور نیول شوی

۱۴۰۲ آبان ۳, چهارشنبه

د آلمان د دوېسبورګ په ښار کې د برید پلانولو په تور د یوه اسلامپالي له نیول کیدو وروسته، څارنوالۍ په دې اړه څیړني پیل کړي دي. خو څارنوالۍ او پوليسو تر اوسه په دې اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/4Y0cc
 آلماني پولیس د پلټني پرمهال
آلماني پولیس د پلټني پرمهالانځور: Justin Brosch/dpa/picture alliance

دا سړی له خپل استوګنځي څخه د سه شنبې په ورځ په موقتي توګه ونیول شو. د ایسن ښار د پولیسو په وینا، لا مخکې د احتمالي برید د سناریو نښو شتون درلود.

د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې دغه سړي د خلکو د ګڼې ګوڼې په مینځ کې د لارۍ چلولو په اړه معلومات را ټول کړي دي.

د دوسلدورف ښار څارنوالۍ ویلي دي چې دغه ۲۹ کلن سړی د جرمني تابعيت لري او په ۲۰۱۷ کال کې د ځوانانو د جزايي قانون پر بنسټ د یو بهرني ترهګریز سازمان د غړیتوب په جرم په پنځه کاله بند محکوم شوی وو.

د آلمانۍ ورځپاڼو «بیلډ» او «شپیګل» په حواله د دغه تورن سړي د احتمالي برید پلان د یوې اسرائیلي پلوې ډلې د لاریون پر ضد وو  خو د جرمني »ډي پي آې» خبري آژانس  بیا راپور ورکړی چې د نیږدي احتمالي برید نښي نښاني نشته.

په دې عملیاتو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې فدرالي او ایالتي پولیسو برخه اخیستې وه.

د پولیسو په وینا، د دې سړي د آپارتمان لټون تیره شپه پیل او د چهارشنبې په ورځ بشپړ شو. پولیسو وویل: »موږ په بشپړ سرعت سره څیړونو ته دوام ورکوو«.