1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: د درېسدن ښار کې يرغمل نيونه دوام لري

۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه

د آلمان د درېسدن ښار د مرکز په يوه سوداګريز مرکز کې خلک برمته شوي دي. دغه خبره پوليسو کړې خو له نورو جزئياتو يې ډډه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4KldA
Deutschland, Dresden | Polizeieinsatz an der Altmarkgalerie
انځور: Matthias Rietschel/REUTERS

ويل کيږي چې د آلمان د درېسدن د زاړه ښار د ګالرۍ په برخه کې له سوداګريز مرکز سره شاوخوا کې يرغمل نيونه دوام لري. په دې لړ کې اوس سوداګريز مرکز او د زاړه ښار ډېرې برخې تخليه شوي دي.

په دغه ښار کې د شتريڅل په نوم بازار هم تړل شوی دی. د رسنيو ځينې رپوټونه چې له مخې يې يو تن په سوداګريز مرکز کې دننه په ډزو وژل شوی دی، پوليسو نه غوښتل چې تائيد کړي. يوه وياند د آلمان خبري آژانس ته ويلي چې وضيعت لا ګډوډ او صحيح ارزول شوی نه دی.