1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلین: د ایراني اعتراض کونکو پر خېمې حمله شوې

۱۴۰۱ آبان ۲۲, یکشنبه

د آلمان پولیس وايي چې تېره شپه په برلین کې پر يو شمیر ایرانیانو چې په خپل هیواد کې د روانو اعتراضونو ملاتړ کوي حمله شوې ده. پولیسو ويلي دي چې حمله کونکی نيول شوی او د نورو احتمالي تورنو کسانو په هکله يې پلټنې پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4JRgc
د آرشیف انځور - په برلین کې د اکتوبر په ۲۲مه په ایران کې د اعتراض کونکو په ملاتړ اعتراضونه
د آرشیف انځور - په برلین کې د اکتوبر په ۲۲مه په ایران کې د اعتراض کونکو په ملاتړ اعتراضونه انځور: Maja Hitij/Getty Images

دغو تبعيد شوو ایرانیانو د آلمان د زرغون ګوند دفتر مخې ته اعتراضي خېمه وهلې وه او په ایران کې د ښځو له حقونو او دیموکراسۍ څخه يې دفاع کوله.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د آلمان پولیسو د يکشنبې په ورځ وويل چې يو ۲۶ کلن سړي د شنبې ورځې په ماښام ناوخته دغه فعالان په چړې ګواښلي او د هغوی بنرونه ېې شکولي دي. پولیس وايي چې په پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي.

دغه حمله په ایران کې د جينا مهسا اميني تر مړينې وروسته د پراخو اعتراضونو په ادامه کیږي. ۲۲ کلنه جينا مهسا اميني په سپتمبر مياشت کې د حجاب نه رعایت کولو په دليل د دغه هیواد د موظفو پولیسو له خوا ونيول شوه چې بیا په توقیف کې مړه شوه. د هغې تر مړينې وروسته په ایران کې اعتراضونه پيل شول چې په کم وخت کې پراخ او د حکومت ضد حالت يې ونیوه. د دغو اعتراضونو په ملاتړ په آلمان کې هم مظاهرې کیږي.

په برلین کې پر ایراني مظاهره کوونکو برید شوی

په برلين کې د شنبې ماښام برید پر هغو خلکو لومړنی برید نه دی چې په ايران کې د روانو اعتراضونو ملاتړ کوي. دوه اوونۍ مخکې يوه ناپېژاند کس پر څلورو کسانو چې په برلین کې د ایران سفارت مخې ته يې شوګیري کوله، حمله وکړه. په هغه پېښه کې درې کسان ټپیان شول.

چارواکو د يکشنبې په سهار وختي وويل، تر اوسه روښانه نه ده چې آیا دغه دواړه حملې له يو بل سره کوم تړاو لري او که نه. پولیسو ويلي دي چې دوی حمله کونکی نيولی او د هغه خلاف يې یوه جرمي دوسيه درج کړې ده. د آلمان امنيتي ادارو هم ويلي دي چې کېدای شي دغه حمله سیاسي انګیزه ولري.

برلین: شاوخوا ۸۰ زره کسانو د ایران د مظاهرو په ملاتړ کې مظاهرې وکړې

د فمينیستا برلين په نوم ېوې فعالې ډلې چې له څو اوونيو راهیسې ېې په برلین کې اعتراضي کمپ یا خیمه وهلې، وويل چې حمله په ځايي وخت د شپې ۱۱ بجې وشوه او په کمپ کې ۹ تنه فعالانو حضور درلود.

دغې فعالې ډلې د څو اوونیو راهیسې د آلمان د زرغون ګوند، چې د آلمان د اوسني ائتلافي حکومت له شريکانو څخه یو دی، د مرکزي دفتر مخې ته اعتراضي کمپ جوړ کړی دی. د آلمان اوسنۍ خارجه وزیره، انالینا بيربوک هم له زرغون ګوند څخه ده او اعتراض کونکي د آلمان له خارجه وزارت څخه غواړي چې ایران دې په دغه هیواد کې د اعتراضونو تر ټکولو وروسته، په سیاسي لحاظ منزوي کړي.

د مهسا امیني د وژنی ۴۰ مه ورځ؛ په ایران کي د پراخو مظاهرو غوښتنه

د اعتراضونو یوه تنظيمونکي وويل چې د حملې پر مهال تصادفاً د پولیسو ګزمه سيمې ته ورسېدله او د يوې جدي پېښې مخنیوی وشو. دغو فعالانو ويلي دي چې حمله کونکي سره درې نور کسان، دوه ښځې او یو نارینه ملګري وو. پولیسو ويلي دي چې د نورو احتمالي تورنو کسانو په هکله يې پلټنې پیل کړي دي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د ایران په اعتراضونو کې تر اوسه په سلونو کسان وژل شوي او له ۱۴زرو ډير نور نيول شوي دي.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب