1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په روان کال کې نږدې ۱۲۰۰۰ مهاجر له المانه اخراج شوي

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

د هغه نوملړ په اساس چې د الماني پولیسو فدرالي ادارې د «ويلټ او زونټاگ» ورځپاڼې ته سپارلی دی، په روان میلادي کال کې د نومبر میاشتې تر پایه پورې ۱۱۹۷۰ تنه مهاجر له المان څخه اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/4LOdE
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د شمیر له مخې د دغو اخراج شوو له ډلې څخه ۲۵۳۵ تنه یي آسیاي او افریقایي هیوادونو ته او ۴۳۲۶ تنه نور بیا د اروپايي اتحادیي غړو هیوادونو ته اخراج شوي دي.

همدارنګه ۴۵۸۷ تنه نورو بیا هغو اروپايي هیوادونو ته اخراج شوي چې په اروپا کې شامل خو د اروپايي اتحاديي غړي نه دي، د بیلګې په توګه جورجیا او البانیا هیوادونو ته.

نوموړي ورځپاڼې زیاته کړې ده چې ایټالیې د اروپايي اتحادیي د پناهندګۍ سیستم مرکزي مقررات ځنډولي دي. دغه هیواد په پام کې لري هغه کسان چې بی له اجازې یا په غیر قانوني ډول ایټالیا ته سفر کوي، بیرته خپلو مسئولو هیوادونو ته واستوي.

آلمان ـ د يو مهاجر پر اخراج ۲۰۰ زره يورو مصرف راغلی

د ایټالیې حکومت د دسمبر په ۵ نیټه په هغه لیک چې د اروپايي اتحادیي نورو هیوادونو ته استول شوی لیکلي دي: «د ناڅاپي تخنیکي دلایلو له کبله چې د منل کیدو د ظرفیت له نیمګړتیا سره ارتباط نیسي، د محدود وخت له پاره سر له سبا څخه ایټالیا ته انتقالول لغوه کیږي.»

د هغه خبر په اساس چې د «وېلټ ام زونټاگ» ورځپاڼې ته رسیدلی دی، د لفتانزا هوایي شرکت چې اکثره وخت د دبلین د مقرراتو په اساس مسئولو هیوادونو ته مهاجر انتقالوي، د دسمبر میاشتې په ۱۳ نیټه اړونده الماني ادارې ته لیکلي دي: «تر راتلونکي اطلاع پورې ایټالیا نور د دبلین په اساس د مهاجرو بیرته سپارل کیدل نه مني.

آلمان افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پروسه ودروله

د ایټالیا له خوا د وخت د نه مشخص کیدو له کبله لوفتانزا د ۲۰۲۳م کال د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې ایټالیې ته خپل پرازونه ځنډوي.»

د دبلین د مقرراتو په اساس که یو مهاجر په لومړي سر کې د اروپايي اتحادیي هر غړي هیواد ته داخل شوی وي، هم هغه اروپايي هیواد یي د مهاجرت د دوسیې پرمخ بیولو مسئولیت لري.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا