1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

طالبانو له المان څخه اخراج شوي مجرمان خوشې کړي دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۷, شنبه

په افغانستان کې د طالبانو ادارې هغه افغان مهاجر چې په المان کې له مجرم پيژندل کیدو وروسته بیرته افغانستان ته اخراج شوي ول، خوشې کړي دي. طالبانو ویلي دي چې دغه کسان په مشروط ډول خوشې کړای شوي دي.

https://p.dw.com/p/4kNxj
په ۲۰۱۹کال کې په یوه پرواز کې ۴۵ تنه افغان رد شوي پناه غوښتونکي افغانستان ته استول شوي وو
دغه کسان وروسته له هغې خوشې شول چې کورنیو یې په لیکلې بڼه ضمانت وکړ چې دوی به بیا جرمي عمل نه ترسره کويانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د یوه لوړپوړي طالب چارواکي په حواله له المان څخه افغانستان ته اخراج شوي مجرمین ازاد شوي دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په لومړي سر کې دغه کسان ارزول شوي دي: «دغه کسان وروسته له هغې خوشې شول، چې کورنیو یې په لیکلې بڼه ضمانت وکړ چې دوی به بیا جرمي عمل نه ترسره کوي».

په کابل کې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پورې په دې هکله د المان حکومت پوښتنه یا استلام نه دی ځواب کړی.

وروسته له دې چې طالبانو دری کاله مخکې په افغانستان کې یو وار بیا واک په خپل لاس کې نیولی دی د تیرې جمعې (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۳۰مه) په ورځ د لومړي ځل له پاره له المان څخه افغانستان ته د اخراج شوو افغان مهاجرو یو پرواز ترسره شو.

د قطر هوایي شرکت (Qatar Airways) په الوتکه کې ۲۸ هغه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج شول چې په المان کې مجرم پیژندل شوي وو او په دغه هیواد کې یې د پاتې کیدو حق نه درلود او باید اخراج شوي وای.

د المان په پارلمان کې د حکومتي اتحاد فرکسیون د اخراج د پروازونو د لازیاتولو غوښتنه کړې ده. د الجزیره خبري رسنۍ د رپوټ پر بنسټ د المان حکومت او طالبانو ادارې ترمنځ دغه توافق د خلیجي هیواد قطر په منځګړیتوب صورت نیولی دی.

المان په کابل کې د طالبانو له ادارې سره هیڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې نه لري. تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

دغه ډله په ځانګړي توګه د بشري حقونو د نقضولو او په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو له امله په نړیواله کچه منزوي پاتې شوې ده. قطر مخکې تر دې هم د طالبانو او لویديځ ترمنځ منځګړیتوب کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب