1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ويلي چې له آلمان سره مخامخ خبرو ته چمتو دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۶, جمعه

د طالبانو ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشبنې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۵) ويلي دي، چې دوی هیله مند دي چې د آلمان له حکومت سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/4kMAd
پر افغانستان د حاکمو طالبانو بیرغ
د طالبانو ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشبنې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۵) ويلي دي، چې دوی هیله مند دي چې د آلمان له حکومت سره مخامخ خبرې اترې وکړيانځور: Gulabuddin Amiri/AP/picture alliance

دغه څرګندونې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل له پاره د ۲۸ افغانانو تر اخراج وروسته کیږي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه لوړپوړي طالب چارواکي ويلي دي چې «دا د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه ده چې آلمان او افغانستان په خپلو ژمنو کې باقي پاته شي او خپلې تاريخي اړيکې له سره پیل کړي.»

آلمان له طالبانو سره چې په پراخه کچه پرې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د نقض تورنه لګول کیږي، رسمي ديپلوماتيکي اړېکې نه لري.

خو له دې سره سره، د تيري جمعې په ورځ ۲۸ افغان مهاجر چې په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځېدلي ول، له دغه هېواده په یوه الوتکه کې افغانستان ته اخراج شول.

الجزيره تلویزیون په دې هکله ويلي دي چې د افغانانو د اخراج په معامله کې قطر د طالبانو او آلمان حکومت ترمنځ منځګړيتوب کړی دی. د یادو افغان مهاجرو د اخراج له پاره هم، د قطر ایرويز له ېوې چارتر الوتکې استفاده شوې ده.

دا د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مه راوروسته چې طالبان پر افغانستان بیاواکمن شوي، له آلمانه د افغان مهاجرو لومړنۍ ډله ده چې کابل ته اخراجيږي.

له آلمانه افغانستان د افغانانو اخراج
آرشیف - آلمان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته د لومړي ځل له پاره د ۲۰۲۴م کال د اګست په ۳۰مه ۲۸ افغانان کابل ته اخراج کړلانځور: Michael Kappeler/dpa/pictrue alliance

افغانستان ته د مهاجرو د اخراج موضوع په وروستیو کې د آلمان په سیاسي بحثونو کې ډېره توده شوې ده. دا وروسته له هغې چې یو افغان مهاجر د دغه هېواد په غربي ښار منهایم کې یو پوليس وواژه.

 منتقدين بیا اندېښنه ښيي چې افغانستان ته اخراجونه کېدای شي د شدیدو بشري تاوتریخوالو سبب واقع شي.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي چې د آلمان خبري آژانس ېې نوم نه دی ښودلی، دغه آژانس ته ويلي دي چې اخراج شوي مجرمين «به د هغو جرمونو پر اساس چې دوی ېې مرتکب ګرځېدلي د قانون مطابق محاکمه شي.»

هغه د هغو روپوټونو په هکله چې اخراج شوي افغانان زندانونو ته وړل شوي، څه ونه ويل. آلمان وايي چې هغه مهاجر چې د جرمونو مرتکب کيږي او خطر جوړونکي دي، اخراجوي.

دا چې د آلمان حکومت د طالبانو غوښتنې ته څه غبرګون ښودلی یا نه، په رپوټ کې ېې په هکله څه نه دي ويل شوي.

(dpa)mks/nz

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل