1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه د افغان مهاجرو د اخراج موضوع بيا ارزول کيږي

۱۴۰۳ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر پر داسي لارو چارو باندي فکر کوي چی مجرم کسان افغانستان ته اخراج کړي. د دې کار علت په منهایم کي هغه پيښه ده چې یوه افغان په چاړه يو پوليس وواهه چې وروسته بيا مړ سو.

https://p.dw.com/p/4gc9u
Afghanistan Kabul |  Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

رویترز خبري آژانس د دوشنبې په ماښام د دغه وزارت له کړۍ څخه خبر ورکړی دی: «د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فیزر، په جدي توگه پر داسي امکاناتو فکر کوي چي څرنگه افغانستان ته یووار بیا د مجرمو کسانو استول له سره پیل کړي.»

د دغه خبر په دوام راغلي دي: «په دغو قضیو کي باید په ښکاره توگه د اړوند کس د پاتېدو تر گټي، د آلمان امنیتي گټې مهمې وي.»

زياته سوې ده چي «همدارنگه به د هغو سوریایانو د اخراج د دوباره امکان په هکله هم څېړنه وسي چي سخت جرمونه ترسره کوي او یا هم د خطرناکو کسانو په توگه درجه بندي سوي وي.»

په عین حال کي د خیالاتو په هکله هم خبرداری ورکول کیږي.

دا ځکه په دې هکله لا باید سختي پوښتني روښانه سي چي  کړکېچڼ امنیتي وضعیت او دې حقیقت ته په کتو سره چي په افغانستان کي لا په نړیواله سطحه په رسمیت پیژندل سوی حکومت وجود نه لري.

د دې کار علت دا دی چي څو ورځي مخکي یوه افغان په منهایم کي د چړې په یوه برید کي یو پولیس سخت ټپي کړ چي وروسته بيا په روغتون کي مړ سو .

د جرمني  د سوسیال دیموکرات او آزاد دیموکرات گوندونو سیاستوالو له دې کبله غوښتنه کړې ده چي افغانستان ته باید د افغانانو اخراج  بیرته ممکن کړای سي. زرغون گوند په دغه بحث کي خپل سرعت راکم کړی دی.

د جرمني د کورنیو چارو په وزارت کي دې ته اشاره کیږي چي د چټک او پرله پسې اخراج له پاره د قانون هراړخیزه بسته جوړه سوې ده. په دې ډول به د مجرمو او خطرناکو کسانو استول آسانه سي.

دا چې د آلمان فدرالي پولیس په اوس وخت کي اجازه نه لري افغانستان ته د اخراج په برخه کي له مسؤلو ایالتونو سره مرسته وکړي، دا کار د هغې پریکړې له مخي کیږي چي د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو له خوا د افغان حکومت تر سقوط وروسته کړې وه.

GP/NZ/AG