1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ۲۸ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته اخراج کړل

۱۴۰۳ شهریور ۹, جمعه

آلمان هغه افغان پناه غوښتونکي اجراج کړل چې جرمونه يې کړي ول. دا د طالبانو د بیا واکنۍ راهيسي لومړی اخراج دی. د آلمان حکومت ويلي دي چې دغو کسانو د پاتيدو حق نه لاره.

https://p.dw.com/p/4k50o
آلمان تر درو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا افغانستان ته د هغو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ پیل کړه چې جرمونه یې ترسره کړي دي.
آلمان واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د لومړي ځل له پاره افغان پناه غوښتونکي اخراج کړل.انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د آلمان د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې د دغه افغانانو الوتکه د جمعې په سهار (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۳۰مه) د لایپزیک-هاله، له هوایي ډګر څخه پرواز کړی دی.

آلماني چارواکو د آلمان خبري آژانس ته تأیید کړې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د لومړي ځل له پاره افغان پناه غوښتونکي اخراج شوي دي. د «شپيګل» خبري مجلې او د آلمان خبري آژانس له آلماني ادارو څخه د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، د اخراج شوو مهاجرو شمیر ۲۸ کسه دی.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

د دغو معلوماتو له مخې دغه افغان پناه غوښتونکي چې جرمونه یې کړي ول، له بیلا بیلو ایالتونو څخه د نیدرزاکسن ایالت ته انتقال شوي ول او د قطر هوايي شرکت په یوه چارتر شوې بوینګ الوتکه کې اخراج شوي دي. د شپیګل، د رپوټ له مخې د صدرات دفتر او د آلمان د کورنیو چارو وزارت له دوو میاشتې راهیسې دې اخراج ته چمتووالی نیوه.

د آلمان د حکومت غبرګون

د آلمان حکومت هم افغانستان ته د مهاجرو اخراج تائید کړی دی. د آلمان د حکومت ویاند شتېفن هيبيشترايت، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې «د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې نن سهار په لومړي ځل خپل مبدا هیواد ته د افغان اتباعو اخراج ترسره شوی دی.»

د هيبيشترايت، په خبره دا هغه افغانان ول چې په جرمونو مرتکب شوي ول او په آلمان کې یې د پاتېدو حق نه درلود او د اخراج امر یې شوی وو.

په اعلامیه کې د حکومت د وياند له قوله راغلي دي چې د آلمان حکومت په تیرو میاشتو کې ډېري هڅې وکړې چې په دغه ډول قضیو کې د اخراج لړۍ پیلیدو ته ورسیږي او د دې هدف له پاره یې د اړونده هیوادونو ملاتړ وکړ. 

ویل شوي دي چې سختو شرایطو ته په کتو سره آلمان له خپلو سیمه ایزو کلیدي هیوادونو د مرستې غوښتنه کړې وه څو د اخراج لړۍ عملي شي. د آلمان د حکومت ویاند له دغه ملاتړ څخه مننه کړې، خو په اعلامیه کې دا نه دي راغلي چې دغه کوم هیوادونه ول.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې د آلمان حکومت هوډ لري چې دغه ډول اخراجونه به ادامه ومومي او د آلمان امنیتي ګټې د مجرمینو او خطرناکو کسانو له حفاظت څخه په څرګند ډول برتري لري. 

آلمان په افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره مستقیمې دیپلوماتیکې اړیکي نه لري. د شپیګل، په رپوټ کې راغلي دي چې د دې پناه غوښتونکو د اخراج په هکله هم د آلمان حکومت د طالبانو له ادارې سره مستقیمې خبرې نه دي کړي او له قطر څخه یې مرسته غوښتې ده.

sr/ms (dpa, Spiegel)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل