1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان په اګست میاشت کې هره ورځ د دوو بريدونو شاهد وو»

۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د يوې څېړنې په حواله په اګست میاشت کې په پاکستان کې په اوسط ډول هره ورځ دوه بريدونه شوي دي، چې په پايله کې ۸۴ کسان وژل شوي دي. د کورنيو چارو وزير ویلي دي چې په تېر کال کې ترهګریزو پېښو ۹۳۰ کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4kGhj
آرشف انځور: په کراچۍ کې د چين پر قونسلګرۍ د بريد انځور
د دې رپوټ پر اساس په خيبر پښتونخوا کې په اګست میاشت کې تر ټولو ډېر بريدونه شوي دي. انځور: Shakil Adil, File/AP/picture alliance

د يوه رپوټ پر اساس چې د سه شنبې په ورځ نشر شوی دی، وسله والو په اګست میاشت کې په پاکستان کې تقريباً هره ورځ دوه بريدونه کړي دي چې په پايله کې یې ۸۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې رپوټ په حواله چې د پاکستان د سولې د مطالعات د موسسې له خوا نشر شوی دی، په داسې حال کې چې اکثريت بريدونه د افراطي اسلامپالو وسله والو له خوا ترسره شوي دي، زياتره تلفات د ناسيوناليستي وسله والو په بريدونو کې اوښتي دي.

تر ټولو خونړي یې د اګست پر ۲۶مه نيټه د «بلوڅانو د آزادۍ پوځ» په نامه د بلوڅ بيلتون غوښتونکې ډلې له خوا پر څو ځايونو تنظيم شوي بريدونه ول چې د هېواد په جنوب لوېدیځ کې یې تر۵۰ ډېر کسان ووژل.

په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو ډېر بريدونه

د دې رپوټ پر اساس په شمال لوېديځ ایالت خيبر پښتونخوا کې چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، تر ټولو ډېر بريدونه شوي دي. په دې ايالت کې په اګست میاشت کې ۲۹ بريدونه شوي چې د ۲۵ کسانو ژوند یې اخيستی دی.

د تحريک طالبان پاکستان يا پاکستاني طالبانو ډله په سرحدي سيمو کې د دې کابو ټولو بريدونو مسئوله وه. تر دې وروسته بیا د داعش خراسان څانګه وه.

د معلوماتو په حواله په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بيا واکمنۍ راهېسې د پاکستاني طالبانو تاوتريخوالی درې چنده ډېر شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير روانه اونۍ پارلمان ته وويل چې په ۲۰۲۳م کال کې ۹۳۰ کسان چې زياتره یې امنیتي ځواکونه ول، په ترهګریزو پېښو کې وژل شوي او څه نا څه ۲۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د وزارت له خوا زياته شوې ده چې امنيتي ځواکونو د روان ميلادي کال په لومړيو دريو میاشتو کې تر ۲۰۰۰ ډېرو چاپو په ترڅ کې ۸۹ ترهګر وژلي او تر ۳۵۰ ډېر یې نيولی دي.

کاپوهان وايي چې د ترهګریزو پېښو له ډېروالي سره چې په هېواد کې اوږد مهاله سياسي او اقتصادي نارضايتي ته وده ورکوي، په پاکستان کې بې ثباتي مخ پر ډېرېدو ده.

شنونکی فدا خان وايي: «که پاکستان غواړي چې خپل امنيت او اقتصاد احيا کړي نو بايد په چټکۍ سره لاس په کار شي.»

ارقام ښيي چې د افراطي اسلامپالو وسله والو او ناسيوناليستي ډلو له خوا د څو لسیزو تنظيم شوي تاوتريخوالي په ترڅ کې څه نا څه ۸۰ زره پاکستانيان وژل شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب