1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په بنو کې د بريد له کبله د طالبانو استازی احضار کړی

۱۴۰۳ تیر ۲۷, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بنو کې تر بريد وروسته په دغه هېواد کې د طالبانو د سياسي استازولۍ مرستيال ور بللی دی او غوښتنه یې ترې کړې ده چې حکومت یې بايد په افغانستان کې د ميشتې وسله والې ډلې پر ضد ګام پورته کړي.

https://p.dw.com/p/4iQOH
آرشيف انځور: د پاکستان امنيتي ځواکونه
د بنو د بريد پړه د حافظ ګل بهادر، ډلې منلې ده چې د پاکستان د پوځ په حواله له ګاونډي هېواد افغانستان څخه فعاليت کوي.انځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي، چې نن چهار شنبه یې په اسلام آباد کې د طالبانو د سياسي استازولۍ مرسيتال ور بللی دی او په افغانستان کې يې د میشتو وسله والو په تړاو ورسره خپله اندېښنه شريکه کړې ده.

پاکستان دا ګام د دوشنبې په ورځ په بنو کې د وسله والو تر يوه بريد وروسته پورته کړی دی. د دې بريد په ترڅ کې وسله والو په چاوديدونکو توکو بار يو موټر پر پوځي اډه ور ځغلولی دی او د پاکستان د امنيتي ځواک ۸ غړي یې وژلي دي.

د دې بريد پړه د حافظ ګل بهادر، ډلې منلې ده چې د پاکستان د پوځ په حواله له ګاونډي هېواد افغانستان څخه فعاليت کوي.

په اسلام آباد کې حکومت ويلي دي چې د پولې له بلې غاړې څخه د بريدونو مسئله یې په تکراري ډول د طالبانو له ادارې سره شريکه کړې ده. د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ په دې وروستيو کلونو کې ترنګلتياوې ډېرې شوي دي او د دواړو هېوادونو امنيتي ځواکونه پر پوله په نښتو کې هم ښکيل شويدي.

آیا افغانستان کې داعش د ګاونډیو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي؟

طالبان چې وياند یې په سملاسي توګه په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، په ماضي کې یې تل دا موضوع رد کړې ده چې ګڼي افغان خاوره د وسله والو له خوا پر نورو هېوادونو د بريدونو په موخه کارول کيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي: «پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه پر خپلو اندېښنو يو ځل بيا ټینګار کړی دی چې لا هم د پاکستان امنيت ګواښي.»

په اعلاميه کې له طالب چارواکو غوښتنه شوې ده چې «د بنو د بريد د عاملينو په اړه دې بشپړې څېړنې وکړي او پر ضد یې چټک، قوي او اغیزمن ګامونه پورته کړي او د دې ډول بريدونو مخه دې ونیسي.»

پاکستان په مارچ میاشت کې په افغانستان کې دننه د وسله والو د هدف ګرځولو په موخه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ولاړ عمليات هم ترسره کړي ول چې د طالبانو په وینا پکې هوايي بريدونه هم شامل ول.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب