1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

بلوچستان: وسله والو نښتو کې د تلفاتو شمیر۷۳ کسانو ته رسېدلی

۱۴۰۳ شهریور ۶, سه‌شنبه

د پاکستاني پوځ په حواله په دغو بریدونو کې ۱۴ عسکر او پولیس، په داسې حال کې چې ۲۱ وسله وال هم وژل شوي دي. د بلوچستان د وزیر اعلی په حواله د وسله والو په بریدونو کې ۳۸ عام وګړي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4jxNa
Pakistan l Sicherheitskraft am Checkpoint in Quetta
د بلوچستان په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۳ تنه وژل شويانځور: Waheed Khan/dpa/picture alliance

د پاکستان په نا امنه ایالت بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو له خوا پر پولیسو، د اورګاډي پر لیکو او لویو لارو وسله والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۳ کسان وژل شوي دي.

د بلوچ بیلتون غوښتونکو له خوا دا په تیرو څو کلونو کې تر ټولو په پراخه پیمانه ترسره کیدونکي بریدونه دي. دغه بریدونه له طبیعي سرچینو څخه د پاکستان د دغه سویل لویدیځ غني ایالت د بیلولو له پاره له لسیزو راهیسې روانو هڅو یوه برخه ده.

د کورنیو چارو وزیر محسن تقوي په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «دا بریدونه په پاکستان کې د ګډوډۍ د خپرولو له پاره یو ښه پلان شوې پروژه ده» د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې تر اوسه پورې په بلوچستان کې د دغو ترسره شوو تر ټولو لویو بریدونو وروسته ۱۴ عسکر او پولیس او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي. د بلوچستان وزیر اعلی سرفراز بګټي وویل چې په دغو بریدونو کې ۳۸ ملکي خلک هم وژل شوي دي. 

سیمه ایزو چارواکو وویل چې له دې ډلې ۲۳ کسان یې وسله والو پر یوې لوی لارې له موټر څخه ښکته کړي او د هویت له تثبیتولو وروسته یې په دزو وژلي او موټرو ته یې اور لګولی دی.

سرفراز بګټي یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دغه کسان له بسونو څخه تر ښکته کولو وروسته د دوی د کورنیو غړو مخته وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له وسله والو څخه د سیمې د پاکولو له پاره د استخباراتي معلوماتو ترڅنګ مختلف عملیات پیل شوي دي. نوموړي د وسله والو ترمنځ د اړیکو د مخنیوي په خاطر د موبایل ډیټا خدماتو کمولو ته اشاره وکړه: «هغوی بریدونه پيلوي، بیا یي فلم اخلي او د تبلیغاتو له پاره یې پر ټولنیزو رسنیو خپروي.»

بلوچ بیلتون غوښتونکي څه غواړي؟

بلوڅ بیلتون غوښتونکو یعنې بلوچ لبریشن آرمي (بي ایل ای) د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی، چې هغوی ورته «هیروف» یا «تیاره وریځ او طوفان» وایي.

دغې ډلې ویلي دي چې د یوې ښځې په ګډون څلورو ځانمرګو بریدګرو یې د ګوادر په سویلي بندري ولسوالۍ بیله کې د ملیشه و پر اډې برید کړی دی.

پاکستاني چارواکو ځانمرګی برید نه دی تائید کړی، خو ایالتي وزیر اعلی ویلي چې پر دې اډې برید کې ۳ کسان وژل شوي دي.

بې ایل ای په دغه ایالت کې له فعالو څو نژادي باغي ډلو څخه یوه تر ټولو لویه ډله ده چې د څو لسیزو راهیسې د مرکزي حکومت پر وړاندې جنګیږي. دغه ډله وایي چې مرکزي حکومت د بلوچستان له ګاز او معدني سرچینو څخه په غیر عادلانه ډول ګټه پورته کوي.

دغه ډله د نوموړي ایالت د آزادۍ او د چین د مداخلې د مخنیوي غوښتنه کوي. لومړي وزیر شهباز شریف د امنیتي ځواکونو د ځوابي عملیاتو او مسئولینو د عدالت کټارې ته راوستلو ژمنه وکړه.

بلوچستان له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري او د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی، خو د نفوس له پلوه تر ټولو کوچنۍ او بې وزله ایالت دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پاکستان: بلوڅانو ولې په مظاهرو لاس پورې کړی؟