1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو برید کوونکو ۱۱ پاکستاني پولیس وژلي دي

۱۴۰۳ شهریور ۲, جمعه

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې، وسله والو برید کوونکو د دغه هېواد په ختیځ کې د پولیسو د موټرو پر کاروان برید کړی، چې ۱۱ پولیس پکې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4jotS
د ارشیف انځور: د پاکستاني پولیسو د موټرو کاروان
د ارشیف انځور: پاکستاني پولیس انځور: Abdul Majeed/AFP

په دغه بريد کې یو شمېر پاکستاني پولیس ټپیان دي او د پولیسو دوه زغروال موټر هم سوځېدلي دي.
د ځایي پولیسو مشر بابر سعید ویلي، دا برید د جمعې په شپه د پنجاب ایالت د سند سیند پر غاړه شوی دی. برید په داسې ځای کې شوی چې لویه برخه یې د قبایلي ډلو تر کنټرول لاندې ده.

د پولیسو یوه بل چارواکي احمد مختار زیاته کړې ده چې په دغو دوو زغره والو موټر کې لږ تر لږه ۲۰ تنه پولیس سپاره ول چې په یوه موټر کې د تخنیکي ستونزې له امله دغه کاروان ودرول شو.

دغه پوليس چارواکي همدا راز زياته کړې ده چې د دغه وسله والو ډلو د ډزو په نتيجه کې دواړه موټرې سوځېدلي دي. ويل کيږي چې په دغه بريد کې اووه پولیس ټپيان شوي هم دي.

په پنجاب ایالت کې د سند سیند په اوږدو کې څو سوه جریبه ځمکه د وران کارو ډلو په ولکه کې ده. د سند سیند له همالیا څخه عربي بحیرې ته بهېږي.

د پولیسو په حواله چې دغه وسله والې ډلې په قتل، تښتونو، زورزياتي او د لويې لارې په غلاوو کې لاس لري.

دغه ډلې د «ار پي جی» راکټ او کلاشینکوف په ګډون مختلفې وسلې له تورو بازارونو او هغه شبکو څخه اخلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سيمي په اوږدو کې فعالیت کوي.

که څه هم د پاکستان امنیتي ځواکونه د څو عملیاتو په ترسره کولو سره توانېدلي ول چې په موقت ډول د یادې سیمې کنټرول ترلاسه کړي، خو دغه وسله والې ډلې له هر عملیاتو وروسته خپلې ډلې نوې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب