1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شریف: له ګاونډي هېواد څخه د ټي ټي پي بریدونه د زغم نه دي

امید دیدار
۱۴۰۳ مرداد ۴, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزیر ویلي له ګاونډي هيواد څخه پر پاکستان د ټي ټي پي بریدونه ورته د منلو نه دي؛ خو کارپوهان وايي پاکستان په خپله خاوره کې د وسله والو بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو پر ځای د دې څه پړه پر افغانستان اچوي.

https://p.dw.com/p/4ijAE
د پاکستان لومړی وزير شهباز شریف
شهباز شریف: له ګاونډي هېواد څخه د ټي ټي پي بریدونه د زغم نه دي انځور: National Assembly of Pakistan/AP/picture alliance

په پاکستان کې امنیتي پېښو ډېرېدو ته په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، افغانستان  ته په اشارې ویلي، چې له ګاونډي هيواد څخه د ټي ټي پي، بریدونه ورته د منلو نه دي او دا چې دی د طالبانو له حکومت سره په دې اړه په اړیکه کې دی.

نوموړي زیاته کړې ده، چې پاکستان څلور لسیزې د افغان کډوالو کوربه و، خو د ده په ټکو، دوی یې په بدل کې د «ټي ټي پي بریدونه» تر لاسه کړي دي.

د پاکستاني رسنۍ جیونیوز له لوري خپرې شوې ویډیو کې لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي: «د ترهګرۍ په برخه کې د ځینو ګاونډيو هيوادونو رول هم دی. موږ له هغوی سره په تماس کې یوو. موږ څلوېښت کاله د هغوی میلیونونو خلکو ته ځای ورکړی، خو له هغه ځایه د ټي ټي پي بریدونه تر لاسه کوو. هغوی د پاکستان بې ګناه خلک په نخښه کوي. ناامني جوړوي او اقتصاد خرابوي. دا د منلو وړ نه ده. پاکستان د خپلو خلکو ساتلو ته بشپړ تیاری لري.»

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، تېرو دریو میاشتو کې نیږدې ۲۵۰ ترهګریزې پېښې او عملیات شوي، چې پکې د ملکي وګړو په ګډون نیږدې ۴سوه کسان وژل شوي دي.

د همدې جولای میاشتې پر پنځلسمه نېټه د خیبرپښتونخوا بنو کې پر یوه پوځي مرکز د پاکستاني طالبانو برید کې د اتو پوځيانو وژل تائید شوي دي.

پاکستان ادعا لري، چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې د پاکستان پر ضد پلان جوړوي او دا چې د افغانستان خاوره د هغه هېواد پر ضد کارول کېږي، خو طالب چارواکو تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

اړوند: پاکستان: ښایې پاکستاني طالبان په افغانستان کې په نښه کړای شي

که څه هم د شهباز شریف او اصف علي دراني څرګندونو ته د طالبانو ادارې کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو ادارې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کار ملي کنفرانس کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته دغه هيواد امن شوی او د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

نوموړی له ګاونډي هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی شو.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال بیا پر پاکستان دا تور پورې کېده، چې ګنې هغه مهال یې طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې او له هغه ځایه د وخت پر حکومتونو بریدونه کوي.

د سیاسي چارو شنونکي اسحق اتمر دویچه ویله سره په مرکې کې همدې ټکي ته په اشارې وویل، پاکستان په خپله خاوره کې د وسله والو بریدونو مخنیوي کې د پاتې راتلو پر ځای د دې څه پړه پر افغانستان اچوي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف
د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، تېرو دریو میاشتو کې نیږدې ۲۵۰ ترهګریزې پېښې او عملیات شوي، چې پکې د ملکي وګړو په ګډون نیږدې ۴سوه کسان وژل شوي دي.انځور: CM House

نوموړي وویل:«پاکستان خپله د ترهګرو ډلو ځای ځایګی دی او د نړۍ هر ځای ته ترهګر لېږي. د پاکستان  نظامیان او استخبارات د ترهګرو ډلو روزونکي دي. پاکستان په دې بهانه پر اوسني حکومت فشار راوړي، څو ځان ته دا حق ورکړي، چې په افغانستان کې مداخله وکړي.»

اسحق اتمر وايي، پر افغانستان د طالبانو  له واکمنېدو سره د القاعدې، داعش، انصارالله، ټي ټي پي، تحریک طالبان ازبکستان، جندالله او حزب التحریر په شمول نورې وسله والې ډلې هم غښتلې شوي دي: «طالبان القاعدې سره ډېر نیږدې اړیکې لري. د دوی مرکزونه اوس هم شته دی.»

خو زیاتوي، چې دغه ډلې د طالبانو په کنټرول کې دي او د طالبانو ادارې له نړیوالو سره ژمنه کړې، چې له خاورې به یې هېڅ هېواد ته خطر نه متوجې کېږي. پاکستان کې ازاد خبریال او د چارو شنونکی طاهر هم وايي، چې په پاکستان کې دننه د ترهګریزو ډېرو پېښو مخنیوي کې د هغه هېواد امنیتي ادارې پاتې راغلي.

اړوند: پاکستاني چارواکي ولې د طالبانو پر وړاندې تنده لهجه کاروي؟

نوموړی زیاتوي:«د ځینو پېښو مخنیوی چې ونه شي، نو همدا معنا لري، چې امنیتي ادارې پکې پاتې راغلي. مګر د پاکستان دا دریځ دی، چې د ټي ټي پي او د حافظ ګل بهادر ډلې مرکزونه په افغانستان کې دي. مشران یې په افغانستان کې دي او پلانونه یې هم افغانستان کې جوړېږي.»

دی د پاکستان د چارواکو په حواله وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي دي.

دوې ورځې دمخه، افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني هم د سیمه‌ ایزو مطالعاتو د انستیتیوت په ناسته کې ادعا کړې ده چې ترهګري له افغانستانه سرچینه اخلي او دا مسئله پاکستان او نړۍ ته د اندېښنې ده.

نوموړي زیاته کړې: «ترهګرۍ له افغانستانه سرچینه اخستې او دا یوازې د پاکستان له پاره نه، بلکې د ګاونډیو هېوادونو، چین، ایران، تاجکستان او ازبېکستان له پاره د اندېښنې وړ مسئله ده.»

هغه له طالبانو غوښتي دي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد دې جدي ګامونه واخلي.

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟