1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ګوګل د امریکا پر ټاکنیز کمپاین د ایران د هکري برید خبر ورکړی

۱۴۰۳ مرداد ۲۵, پنجشنبه

له مایکروسافټ وروسته اوس ګوګل هم د ترمپ او هریس په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ایراني هکرانو د نفوذ خبرداری ورکړی دی. ګوګل ویلي دي چې د سپاه پاسداران پورې تړلي هکران اوس هم د امریکا په ټاکنیزو چارو کې مداخلې ته دوام ورکوي.

https://p.dw.com/p/4jUK5
Google | US-amerikanisches Technologieunternehmen
ګوګل ویلي دي چې د ایران د هکري فعالیتونو اړوند اطلاعات یې له مسئولو چارواکو سره شریک کړي دي.انځور: Mike Blake/REUTERS

د ګوګل شرکت د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۱۴) د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلې د هکرانو پيژندل شوې ډلې «ای پي ټي ۴۲» د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوند نوماندان کمالا هریس او دونالد ترمپ، په نښه کړي دي.

د ګوګل د معلوماتو له مخې د «ای پي ټي ۴۲» هکرانو ډلې د امریکایي چارواکو ایمیلونه او همدارنګه د هغو کسانو چې له کمالا هریس او دونالد ترمپ سره په اړیکه کې دي، په نښه کوي.

د ګوګل کارپوهانو ویلي دي چې نوموړې د روان کال په می او جون میاشتو کې د لسګونو داسې کسانو شخصي ایملونه چې له جو بایډن او ترمپ سره په تماس کې ول په نښه کړل، خو ګوګل یې هڅې ناکامه کړي دي.

ګوګل د ۲۰۲۴م کال د جمهوري ریاست ټاکنیزو کمپاینونو په اړه د ایران له خوا د معلوماتو راټولولو هڅو ته اشاره کړې ده.

Kombobild | Donald Trump und Kamala Harris
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکرات ګوند نوماندان کمالا هریس او دونالد ترمپانځور: Evan Vucci/AP/dpa/picture alliance | Shawn Thew/Pool EPA/AP/picture alliance

«سي ان ان» او نورو امریکایي رسنیو روانه اونۍ رپوټ ورکړی دی چې ایراني هکرانو د ترمپ د پخواني سلاکار راجر سټون شخصي ایمیل ته لاسرسی پيدا کړی دی، څو له دې لارې د ترمپ په ټاکنیز کمپاین کې نفوذ وکړي.

ګوګل په خپله اعلامیه کې بې له دې چې د راجر سټون نوم یاد کړي تائیده کړې ده چې ایراني هکران توانیدلي دي چې د یوه «برجسته سیاسي سلاکار» د جي میل اکاونټ ته لاسرسی پيدا کړي.

ګوګل همدرانګه ویلي دي چې د ایران د هکري فعالیتونو اړوند اطلاعات یې په جولای میاشت کې د امریکا له مسئولو چارواکو سره شریک کړي دي.

د هریس ټاکنیز کمپاین د سه شنبې په ورځ تائید کړې ده چې د بهرنیو هکرانو له خوا په نخښه شوي دي. تر دې مخکې د ډونالډ ټرمپ ټاکنیز کمپاین هم ویلي ول چې د ایراني هکرانو د برید هدف ګرځېدلي دي.

د مایکروسافټ شرکت هم د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی وو چې په دې وروستیو میاشتو کې ایراني هکرانو جعلي خبري ویب سایټونه رامنځته کړي او ځانونه فعالان معرفي کوي، څو امریکایی رای ورکوونکي تر خپل تاثیر لاندې راوړي.

د مایکروسافټ د اعلان مطابق په ایران پورې تړلې یوې ډلې د Nio Thinker په نوم کیڼ اړخو ته مایل او د Savannah Time په نوم یو محافظه پاله ویب سایټ په لاره اچولي ول چې د دغو دوو ویب سایتونو په ارزونه کې مشخصه شوه چې دواړه «زموږ په هکله» دوه یو ډول فورمونه لري او د پاڼې له مسئولینو سره د تماس ټينګولو له پاره پکې هیڅ جزویات نه دي ورکول شوي.

ګوګل په خپله اعلامیه کې د ترمپ او هریس ټاکنیزو کمپاینونو ته سپارښتنه کړې ده چې د دغه شرکت له پرمختللو دفاعي ابزارو څخه دې استفاده وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز 

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب