1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هکرانو د طالبانو ویب سایټونه په نښه کړي دي

۱۴۰۱ دی ۹, جمعه

د ښځو له حقونو څخه په دفاع کې د هکرانو یوې ډلې د طالبانو د ادارې پر یو شمیر انټرنټ پاڼو ساېبري بریدونه کړي. د دغې ډلې د دفاع، د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو وزارتونو ویب سایټونه د «انانومیس» له خوا هک شوي.

https://p.dw.com/p/4La8C
Symbolbild Anonymous Hacker
انځور: AFP/Getty Images/R. Rahman

د «انانومیس» یا ناپيژندل شوو هکرانو ډلې، مخکې تر دې طالبانو ته د دوی د محدودوونکو سیاستونو له کبله خبرداری ورکړی وو.

دغې ډلې ویلي دي چې د ښځو د زده کړې او کار د ممنوعیت په غچ اخیستنه کې يې په افغانستان کې دغه عملیات پلان کړي او د طالبانو د مشرانو او د دې رژیم د ادارو اکاونټونه په نښه کوي.

فیسبوک: هکرانو له پاکستانه افغان کاروونکي هدف ګرځولي ول

دغې ډلې پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي: «مونږ د افغانستان د نظامي ځواکونو ویب سایټونه چې په طالبانو پورې تړلي دي، له لاس رسي څخه ایستلي دي.»

دغې ډلې همدارنګه لیکلي دي چې دا اقدام یي «د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه په دفاع» کې کړی دی. د «انانومیس» په یوه بل تویتري پاڼه کې بیا راغلي دي: «په افغانستان او ایران کې ښځې د خپلو هیوادونو د استبدادي رژیمونو په مقابل کې زړوتیا ښکاره کوي. د بشري حقونو له کمپاینونو څخه یي نیولې بیا د طالبانو پر وړاندې تر دریدلو پورې، دغه ښځې مونږ ته انګیزه راکوي. راځئ چې تر څنګ یي ودریږو.»

«انانومیس» په تویتر کې لیکلي دي: «نړۍ د طالب ترهګرو پر وړاندې چې ښوونځیو ته د ځوانو نجونو استول منع کوي خاموشه ده، خو موږ چپ نه پاتې کیږو.»

دغې ډلې همدارنګه تویت کړی دی چې لږ تر لږه د ۱۰۶۴ تنه طالبانو شخصي معلومات یي هم هک کړي او د انټرنټ په عمومي فضا کې يې خپاره کړي دي. د طالبانو د ادارو مسئولینو تر اوسه پورې په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.