1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«ایراني هیکرانو د امریکا انتخاباتي کمپاین هدف ګرځولی»

۱۳۹۸ مهر ۱۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د مایکروسافټ شرکت په حواله برید له تخنیکي پلوه دومره پرمختللی نه وو، خو په عین وخت کې نامعلومو کسانو هڅه کړې چې په پراخه پيمانه شخصي معلوماتو ته لاس رسی پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/3QlfF
Symbolbild Cyber Sicherheit
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د امریکا متحده ایالاتو د کمپیوټري پروګرامونو «مایکروسافټ» شرکت ویلي دي چې په ایران کې د «فاسفوروس» ډلې په یوه میاشت کې شاوخوا ۲۷۰۰ ایميل ادرسونه په نخښه کړي، چې پکښي پر ۲۴۱ یي هیکري بریدونه کړي دي.

هيکرانو هڅه کړې ده چې د دغو ایمیلونو پاسورډ پيدا او یا په بل عبارت قلفونه یي مات کړي. دغه ایمیل اکاونټونه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د یوه نوماند د ټاکنیزو کمپاینونو د ټیم پورې اړه لري چې په هغو کې د امریکا د حکومت پخواني او اوسني کارمندان، ژورنالیستان او تبعید شوي ایرانیان هم شامل دي. زیاته شوې ده چې البته په ياد شمېر برېښناليک پتو کي یوازې ۴ ایمیلونه اغیزمن شوي دي.

خو دغو ایمیلونو د ولسمشریزو انتخاباتو له کمپاین او یا هم له اوسني او پخوانیو حکومتي استازو پورې اړه درلوده.

د ترمپ ټیم تر نظر لاندې

مایکروسافټ دا خبره پرانیستې یا بی ځوابه پریښې ده چې ایراني هيکرانو د کوم کاندید کمپاین تر نظر لاندې نیولی او یا یي هدف ګرځولی وو. داخلي کړیو بیا ویلي دي چې دا د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ټیم وو.

دغه شرکت واضحه کړې ده چې: «که څه هم دغه بریدونه چې نن یي مونږ خبر ورکوو، له تخنیکي پلوه ډیر پرمختللي نه وو، خو هڅه یي کړې وه چې په ډیره پيمانه ارزښت لرونکي معلومات ترلاسه کړي.»

هيکرانو غوښتل له دې کار سره دا معلومه کړي چې کوم اکاونټونه د دوی د سیل ګروپ یا په اصطلاح هغه کسان چې دوی غوښتل هدف وګرځوي پورې ارتباط لري او په ځينو مواردو کې یي خو بریدونه پلان کړي ول: «دغه هڅې د دې ښکاریندویي کوي چې فاسفورس له لوړې کچې انګیزې او میلان سره، د تحقیق په برخه کې د پام وړ کاري وخت او منابعو څخه په استفادې د نورو میتودونو او معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې پانګونه کوي.»

د امریکا حکومتي استازو په تیرو وختونو کې خبرداری ورکړی وو چې چين، روسیه او یا ایران به هڅه وکړي چې د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

له کرملین او مسکو سره ارتباط لرونکو هيکرانو د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶م کال پر انتخاباتو خپلې اغیزې درلودلې وې.

(Sn.aa(rtr, ap, dpa, afp