1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

د امریکا عدلیي وزارت پر دوو چنایي هکرانو درانه تورونه لګولي

۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبه

د امریکا د عدليې وزارت دوه چینایي هکران د سلهاو میلیونه ډالرو په ارزښت نظامي، امنیتي او علمي اطلاعاتو په غلا کولو تورن کړي. دوی د کرونا د واکسین او کووید-۱۹ ناروغۍ اړوندو څیړنو په اړه د معلوماتو په غلا کولو هم تورن شوي.

https://p.dw.com/p/3fgif
China Arbeitskultur 996
انځور: picture-alliance/dpa/S. Zhentao

د امریکا د عدلیې وزارت د سه شنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۲۱ نیټه) د امریکا او څو نورو هیوادونو د پوځي، امنیتي، او علمي اطلاعاتو د غلا کولو په تړاو د دوو تنو چینایي هکرانو د محکومیدو خبر ورکړ. له واشنګټن څخه د آلمان خبري آژانس په یوه رپوټ کې راغلي دي چې دغو دوو چینایي هکرانو، هم د خپلې ګټې او هم د چین د استخباراتو له پاره فعالیت کاوه.

پر دغو دوو هکرانو چې په چین کې ژوند کوي تور لګول شوی چې د په میلیونو ډالرو په ارزښت د بیلابیلو موسیسو د محرمو اسنادو په ګډون یې سایبري غلاوې کړي دي. د امریکا د عدلیې وزارت په عین وخت کې د چین د استخباراتو پر ادارې تور لګولی دی چې د دغو دوو چینایي هکرانو له سایبري فعالیتونو څخه یې ملاتړ کړی دی. د نورو ترڅنګ ویل شوي چې دغو دوو هکرانو د کرونا د واکسین او کووید-۱۹ ناروغۍ په ارتباط د تر سره شویو څیړنو معلوماتو هم غلا کړي دي.

تر ۴۲ کاله پورې د بند سزا

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې دغو دوو هکرانو تر لسو کلونو د ډیر وخت راهیسې د اطلاعاتو د غلا کولو په برخه کې فعالیت درلود او تر اوسه پورې یې د یو شمیر هیوادونو د ادارو له کمپوټرونو څخه، څو تیرابایټه اطلاعات غلا کړي دي.

د دغو دوو هکرانو د سایبري فعالیتونو حوزه یوازې امریکایي شرکتونو پورې محدوده نه وه، بلکې د یو شمیر آلماني، جاپاني، او نورو هیوادونو د شرکتونو اطلاعات یي هم غلا کړي دي. د امریکا د عدلیي وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې دغو دوو هکرانو د چین د حکومت د مخالفینو جاسوسي کړې او د هغوي د ایمیلونو کوډ یا رمز ته یې د لاسرسي په پيدا کولو سره، معلومات د چین استخباراتي ادارې ته سپارلي دي.

ویل کیږي چې د امریکا د امنیتي او پوځي ادارو  یو شمیر معلومات هم د دغو دوو هکرانو په وسیله غلا شوي دي. د هغو له جملې څخه د امریکا د نظامي سپوږمکۍ اړوند پروګرام معلوماتو ته اشاره شوې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی دی چې د دغو دوو هکرانو تورونه دومره درانه دي چې کیدای شي هر یو یې په ۴۲ کاله بند محکوم شي.

"له چین سره نړیواله سیالي"

بل لور ته د فرانسې خبري آژانس له لندن څخه د یوه خبر په خپرولو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر خبرو تمرکز کړی دی. پمپیو د خبریالانو ته ویلي دي: «زمونږ په باور، د نړۍ ټول هیوادونه باید یو بل سره همکاري وکړي، څو ټول حکومتونه او حتی د چین حکومت مجبوره کړي چې بین المللي نظم ته پابند پاتې شي.»

پمپئو د بریتانیې له لومړي وزیر بوریس جانسن سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې ټول هغه هیوادونه چې د آزادۍ او ډیموکراسۍ له پاره مبارزه کوي باید د چین د کمونست ګوند له خوا د را منځته کیدونکو خطرونو په هکله آګاهي ولري.

ویل کیږي چې د هانګ کانګ مسئله او د چین له خوا د هانګ کانګ د ملي امنیت قانون تصویبیدل او همدارنګه په بریتانیا کې د انټرنټي شبکې له پنځم نسل څخه د چینایي شرکت هواوی حذفول، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د بریتانیې د لومړي وزیر د خبرو اترو له محوري ټکو څخه وو.

دویچه ویله: ش. ن/ م. ج

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: