1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مایکروسافټ شرکت ویندوز ۱۱ معرفي کړ

۱۴۰۰ تیر ۶, یکشنبه

د مایکروسافت شرکت د ویندوز ۱۱ کارونکو ته لا ډیر امکانات ورکوي. په هغه کي د مایکروسافټ ټیمز-اپ مدغم سوی اود اندروید د اپلیکیشنونو څخه پکې ملاتړ اضافه سوی دی. د ګیمونو د سرعت او قابلیت ښه والی د نوي ویندوز یو بل خصلت دی.

https://p.dw.com/p/3vdUu
Windows 11
انځور: Pavlo Gonchar/ZUMA Wire/imago images

داسي چي په ویندوز ۱۱ کي د اندروید د اپلیکیشنونو دسیسټم استعمال بیله اضافي خدماتو او یا نورو انترنتي پروګرامونو څخه پرته د اجرأ وړ دی او د هغه کارونکي ته د مایکروسافټ وینډوز سټور د لاري په اختیار کي ورکول کیږي. 

د مایکروسافټ ویندوز ۱۱ پروګرام همدارنګه د «ایکس باکس» ګیم د دستګاه سره ډیر مدغم سوی دی. په ویندوز ۱۱ کي د «ایکس باکس ګیم پَس» سرویس د نوي «اپلیکیشن ایکس باکس» سره مدغم سوی، چي پکښي «ایکس کلاد» شامل دی او کارونکو ته د دې امکانات پلاس ورکوي، چي انترنتي بازیانې مستقیمأ د مایکروسافټ کلود سټریم څخه واخلي.

د کرونا وبا پر وخت ویدیويي کنفرانسونه او کمپیوټري لوبي ډیري مشهوره سوي دي.

Windows 11
انځور: Pavlo Gonchar/ZUMA Wire/imago images

د ویندوز ۱۱ ځیني نور تغیرات او نوي مهارتونه

د ویندوز ۱۱ یو بل تغیر نوی متوسط «سټارت اوپسیون» او د «سټارت کیلۍ» نوي کیدل دي. په نوي ویندوز ۱۱ کي عام سمبولونه، چي پکښی د چالانیدو او پلټني دکمې شاملي دي، د تاسک جدول یا ټاسک بار په مرکز کي قرار لري. په هغه صورت کي چي کاروونکی د دغه لې اوټ یا ظاهري شکل سره موافق نه وي، کولای سي د ویندوز ۱۰ په ډول هغه چپې خواته کش کړي.