1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان یو خبریال د ناسمو خبرونو د خپرولو په تور نیول شوی

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

د پاکستان حکومت په ټولنیزو رسنیو کې د »ناسمو راپورونو« د خپرولو په تور یو ځاې خبریال نیولی دی. ویل کیږي په وروستیو کلونو کې فعالان او خبریالان د پاکستان حکومت تر سخت فشار لاندې راغلي.

https://p.dw.com/p/4Wj6K
د پاکستاني پولیسو انځور
د پاکستاني پولیسو انځورانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

د رسنيو په حواله پاکستانی خبریال خالد جمیل د »ناسمو« خبرونو د خپرولو په تور زنداني شوی دی. د دغه خبریال کورنۍ او اړونده رسنيو ېې تائید کړې چې نوموړی د پنجشنبې په شپه د سپتمبر په ۲۱مه نیټه په اسلام آباد ښار کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

ای بی ان ټلویزیون مخکې پر ایکس پخواني «ټویټر» لیکلي وه چې خالد جمیل د څیړنو فدرالي ادارې ته سپارل شوی دی.

د دې خبریال عکس چې د هغه د قضیې شمیره هم لري په ټولنیزو رسنیو کې خپور او په ښکاره ډول د پولیسو په توقیف ځای کې معلومیږي.

محکمې د تېرې جمعې په ورځ له دغه خبريال څخه د دوو ورځو پوښتنو ګروېږنو په موخه شین څراغ ښودلی.

د پاکستان د خبریالانو ټولنې د دغه خبریال نیول کېدل غندلي دي

 پاکستان له څه مودې راهیسې د خبریالانو لپاره یو نا امنه هېواد بلل کېږي. دا هیواد د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې په کلني نړیوال معافیت لیست کې نهم ځای لري.

ویل کیږي چې په وروستیو کلونو کې پر فعالانو او ژورنالیستانو د حکومت او امنیتي بنسټونو له خوا په پرله پسې ډول بریدونه شوي او د هغوی د انتقادي فعالیتونو لپاره فضا نوره هم محدوده شوې ده.

د پاکستان پر پوځ نیوکې ډیری وختونه د ګواښونو، وېرولو، د فتنې خپرولو د تورونو او په ځینو مواردو کې حتی له خبرتیا پرته د خبریالانو او فعالانو د نیولو لامل ګرځي.