1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویډن کې د لادرکه پاکستاني خبریال په هکله انديښنې

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د نړۍ په کچه فعالانو او خبریالانو د سویډن پر حکومت باندې د ساجد بلوچ په موندلو کې د پاتې راتلو له کبله نیوکې کړي. دغه خبریال چې په پاکستان کې یې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله رپوټونه ورکول، په سویډن کې یې پناه غوښتې وه.

https://p.dw.com/p/3aaRC
Symbolbild Pressefreiheit
انځور: picture-alliance/dpa

پاکستاني خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو د سویډن هیواد پر چارواکو غږ کړی دی چې د لادرکه شوي خبریال ساجد حسین بلوچ د موندلو له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. دغه خبریال د مارچ میاشتې له دوهمې نېټې راهیسې د اوپسالا، ښار څخه لادرکه شوی دی.

پاریس مېشته د بې پولي خبریالانو سازمان په وینا ۳۲ کلن بلوچ د وروستي ځل له پاره په ستوکهلم کې لیدل شوی چې اوپسالا ته د تګ له پاره اورګاډي ته پورته کیده او پولیسو یوه ورځ وروسته د هغه د لادرکه کیدو رپوټ ثبت کړی دی.

د بلوچ خپلوان ادعا کوي چې د سویډڼ حکومت د بلوچ لادرکه کیدل او د هغه ژوند ته متوجې اندیښنې جدي نه دي نیولي. د لادرکه خبریال ورور واجد بلوچ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «کورنۍ مو ډیره زیاته د ساجد د خوندیتوب او د تحقیقاتو د ورو بهیر په هکله اندیښمنه ده. ډیر شیان شته ښایي د هغه د ځای په موندلو کې مرسته وکړي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «که چیرې زما په ورور څه وشول، نو د سویډن حکومت باید د ملامتیا پر غاړه اخیستلو ته تیار اوسي، ځکه چې موږ هر څه ترسره کړي، څو هغوی د موضوع پر جدیت پوهه شي.»

بې پولې خبریالانو ویلي دي چې د دې احتمال شته چې دغه خبریال چې په پاکستان کې یې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په هکله رپوټونه ورکول «د پاکستان استخباراتي ادارې په امر» تښتول شوی وي.

بلوچ چې د اوپسالا په پوهنتون کې یې د فارسي ژبه په برخه کې لوړې زده کړې کولې، په اوپسالا کې د خونو د کمي له کبله په ستوکهلم کې اوسیده. کله چې یې یوه خونه ومونده او غوښتل یې هلته د مارچ پر دوهمه نیټه ورشي، په هماغه ورځ لادرکه شو.

بلوچ په ۲۰۱۲م کال کې له بلوچستان ایالت څخه تر تېښتې وروسته په ۲۰۱۷م کال کې په سویډن کې مېشت شو. بلوچستان چې د مساحت له مخې د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري. دغه سیمه چې د یاغیتوب له بیلا بیلو څپو سره مخامخ ده، په تیرو ۱۵ کلونو کې د ډیرو ترهګریزو بریدونو شاهده ده.

په دغه سیمه کې د افغان او پاکستاني طالبانو، داعش وسله والو او نورو تندلارو ډلو حضور لیدل شوی دی. پر دې سربیره بلوچ بیلتون غوښتونکي د پاکستان دولت پر وړاندې جنګیږي او هڅه کوي هغه ځای چې د خپل پلرني ټاټوبي په توګه انګیري د پاکستان له جمهوریت څخه بېل کړي.

Pakistan Belutschistan Armee Offensive
د بشري حقونو ډلې پاکستاني حکومت له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورنويانځور: Abdul Ghani Kakar

د بشري حقونو ډلې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په شمول پر حکومت له بشري حقونو څخه د سرغړونو او جبري لادرکیو تور پورې کوي. د سیاسي فعالانو په شمول په زرونو کسان له کلونو راهیسې لادرکه دي. د پاکستان حکومت دغه تورونه په کلکه ردوي او خپل دښمن ګاونډي هیواد هند باندې تورې پور کوي چې په بلوچستان ایالت کې د بیلتون غوښتنې ګډوډیو ته لمن وهي.

د بیان آزادۍ ځپل

ساجد بلوچ چې د دوو زامنو پلار دی په سویډن کې د پناه اخیستلو دمخه، په بیلا بیلو هیوادونو کې په تبعید کې ژوند تیر کړی. هغه تر دې وروسته له پاکستان څخه وتښتید چې د بلوچستان د بیلتون غوښتنې کړکیچ په تړاو یې د رپوټونو ورکولو وروسته ګواښونه ترلاسه کړل.

بلوچ په پاکستان کې «دي نیوز» او «ډیلي ټایمز» په شمول یو شمیر مهمو انګلیسي ورځپاڼو کې کار کړی دی. هغه د بلوچستان ټایمز، په نوم انټرنټ پاڼې مسوول مدیر وو چې د بلوچستان ایالت په اړه یې د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د مخدره توکو د قاچاق پر ستونزو رپوټونه ورکول. په پاکستان کې دغې انټرنټ پاڼې ته لاس رسی نه شته.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو چارواکی اسد بټ د ګیچۍ احساس کوي، چې ولې د سویډن چارواکي د بلوچ پر موندلو نه توانیږي. د بټ په خبره سویډن داسې یو هیواد دی چې غوره دیموکراسي لري او بشري حقونه پکې جدي موضوع ګڼل کیږي: «موږ د سویډن حکومت ته خواست کوو چې د هغه د خوندي موندل کیدو له پاره هلې ځلې وکړي. د دې ترڅنګ د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې دغه موضوع له ستوکهلم سره راپورته کړي، ځکه چې لادرکه خبریال پاکستانی تبعه هم دی.»

د پاکستان د خبریالانو اتحادیې هم د سویډن له حکومت څخه غوښتي دي چې د بلوچ د موندلو له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د دغه اتحادیې مشر شهزاد ذوالفقار او عمومي منشي ناصر زیدي، په یوه ګډه بیانیه کې ویلي دي چې د تحقیقاتو په برخه کې د سویډن د حکومت ورو پرمختګ د پاکستاني خبریالانو د ټولنې ترمنځ اندیښنې راپورته کړي دي. همداشان په دغه بیانیه کې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتل شوي دي چې د سویډن چارواکو ته د بلوچ په موندلو کې د مرستې وړاندیز وکړي.

په عین وخت کې په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (سي پي جی) د سویډن پر پولیسو د تحقیقاتو د لړۍ د ګړندۍ کولو غږ کړی دی.

د بلوچ کورنۍ او دوستانو د هغه په موندلو کې د مرستې په پار یو آنلاین کمپاین پېل کړی دی.

د لادرکه شوي خبریال نزدي ملګري تاج بلوچ، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «هغه د مارچ پر دوهمه نېټه تر ماسپښینه له ما سره وو او ما هیڅکله دا نه شوه تصور کولی چې هغه دې په دې هیواد کې لادرکه شي. هغه یو غیر سیاسي کس دی چې د ژبو او ادبیاتو په برخه کې استعداد لري. پر هغو فکتورونو پوهیدل ګران دي چې د هغه د لادرکه کیدو سبب شول.»

اس. خان (اسلام آباد)