1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د سړک د غاړې ماين چاودنې يو خبريال وژلی

۱۴۰۰ مهر ۱۹, دوشنبه

د پاکستاني پوليسو په حواله تېره شپه په بلوچستان ايالت کې د سړک د غاړې يوه ماين يو سيمه ایز خبريال وژلی دی. پوليسو ويلي چې دا ښايي يو هدفي بريد وي.

https://p.dw.com/p/41W1h
Pakistan Anschlag in Quetta
انځور له آرشيف څخه اخيستل شویانځور: picture-alliance/Anadolu Agency/M. Chando

د پوليسو يوه سيمه ایز چارواکي شفيق مېنګل، ويلي چې دا پېښه د بلوچستان په حب ښارګوټي کې د يکشنبې په ورځ رامنځته شوې ده. زياته شوې چې په دې ترڅ کې د سیمه ایز خبريال شاهد زهري موټر د سړک د غاړې د دغه بم هدف ګرځيدلی دی چې له امله یې نوموړي ژوند له لاسه ورکړی.

مېنګل زياته کړې چې بريد ظاهراً هدفي بريښي خو په دې اړه پلټنې روانې دي. شاهد زهري د «ميترو ۱ نيوز» تلويزيوني شبکې سره کار کاوه. د دې بريد پړه د چاودنې څو ساعته وروسته د بلوچستان د آزادۍ پوځ په نامه بيلتون غوښتونکې ډلې پر غاړه واخيسته.

په بلوچستان کې د اوږدې مودې راهيسې د بلوچستان د آزادۍ جبهې او د بلوچستان د آزادۍ پوځ په نوم بیلتون غوښتونکې ډلې فعاليت کوي چې له لسیزو راهيسې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي خو په دې وروستيو کې هغوی ژرونالستان هم ګواښي او د بريدونو هدف یې ګرځوي.

په بلوچستان کې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي

پاکستان د ژورنالیستانو له پاره د يوه خونړي هېواد په توګه درجه بندی شوی دی. په ۲۰۲۰م کال پاکستان د ژورنالیستانو د ژغورنې نړيوالې کميټې په کلني نوملړ کې د ژورنالیستانو د وژنې د ۱۵ نا حل شويو قضيو په درلودو سره، نهم مقام خپل کړی وو. دغه کميټه په هغو هېوادونو کې څېړنې کوي چې ژورنالیستان پکې په منظم ډول وژل کيږي او قاتلان یې آزاد ګرځي.

ب. ص/ خ. ح (APE)

زموږ له آرشيف څخه: