1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پوځ د اتو وسله والو د وژلو ادعا کړې

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

د پاکستان پوځ وايي چې ځواکونو ېې د دغه هېواد په شمال غربي سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه اته افراطي وسله وال وژلي دي. دغه عملیات په بنو او وزیرستان سيمو کې ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/4WgUT
Pakistan | Coronavirus | Militär-Patrouillen zur Einhaltung der Restriktionen
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

دپاکستان پوځ د اتو وسله والو د وژلو ادعا کړېد پاکستان پوځ په یوه اعلاميه کې ويلي دی چې د پنجشنبې شپې په دغو عملیاتو کې چې افغانستان سره پولې ته نژدې سیمه کې ترسره شوي، پنځه نور وسله وال نیول شوي هم دي.

آلمان خبري آژانس وايي دغه عملیات په وزيرستان او بنو سیمو کې په لاره اچول شوي، هغه سیمې چې پخوا د القاعده شبکې او طالب وسلوالو په کنټرول کې وې.

د پاکستان پوځ له دغه عملیاتو په داسې حال کې خبر ورکوي چې څو اوونيو مخکې پاکستاني طالبانو د پاکستان پر سرحدي ځواکونو بریدونه وکړل. پوځ ادعا کوي چې پاکستاني طالبانو دغه بریدونه په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه ترسره کړي، هغه ادعا چې افغانستان تل رد کړې ده.

یاد بریدونه سبب شول چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړېکې ترینګلې شي او په عین حال کې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نيولو رپوټونه هم ورکړل شول.

که څه هم پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده خو دواړه د اسلام د سنی مذهب پلویان دي. پاکستاني طالبانو د خپلو لسیزو تاوتریخوالو په ترڅ کې شاوخوا ۸۰زره پاکستانیان وژلي دي. پاکستاني طالبان له ۲۰۱۴م کال راوروسته د پوځ په عملیاتو کې ډېر وځپل شول، خو په افغانستان کې د افغان طالبان واک ته تر رسېدلو وروسته ېې بيرته د دغې ډلې د منظم کولو هڅې پېل کړي دي.

(dpa)mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب