1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پر پاکستاني خبریال بريد غبرګونونه راپارولي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱, چهارشنبه

پاکستانی خبریال چې پر پوځ د انتقاد له کبله مشهور وو، تیر ماښام ویشتل شوی دی. دغه پيښه غندل شوې او په هکله یې د څیړنو د ترسره کیدو غوښتنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3sJZo
Pakistan Ina Lepel und Absar Alam
انځور: DW Akademie

ابصار عالم د سه شنبې په ماښام په اسلام آباد کې خپل کور ته څیرمه ویشتل شوی دی. دا خبر د هغه کورنۍ او دوستانو ورکړی دی.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پر نوموړي خبریال دغه برید د هغه تویت نه وروسته کیږي چې هغه پکې په ۲۰۱۷م کال کې د یوې سخت دریځې مذهبې ډلې د احتجاجونو څخه د آی اس آی (د پاکستان پوځي استخباراتي اداره) د اوسني مشر ملاتړ په ګوته کوي.

ابصار عالم چې هغه مهال يې د پاکستان د الیکترونیکي میدیا د تنظیمونکي ادارې مشري پر غاړه درلوده ویلي ول چې د تحریک لبیک پاکستان د تاوتریخوالي ډکو احتجاجونو ښوولو له کبله د یوې رسنۍ د خپرونو د بندولو وروسته جنرال فیض حمید ګواښلی وو.

تحریک لبیک پاکستان، هماغه ډله ده چې تیره اونۍ يې د تاوتریخوالي ډک احتجاجونه وکړل. دغه ډله په فرانسه کې د اسلام پیغمبر د کاریکاتورونو د رسمولو له کبله له پاکستان څخه د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه کوي.

جنرال حمید په ۲۰۱۷م کال کې د دغه شکمنې پيښې پر مهال د آی اس آی یو افسر وو او له هغې راهیسې د دغه استخباراتي ادارې مشر دی.

په یوه روغتون کې د ابصار عالم درملنه کیږي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښوولی شوی دی. پولیسو ویلي دي چې د قتل د هڅې په تور تحقیقات کیږي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې دا خبره لا روښانه نه ده چې د دغه خبریال د ویشتل کیدو پيښه د هغه له تویت سره کوم ربط لري، خو په تیرو وختونو کې هغه خبریالان په نخښه شوي دي چې پر پوځ یې انتقاد کاوه.

نړیوال او ځایي سازمانونو، د خبریالانو اتحادیو او فعالانو دغه برید غندلی دی او له حکومته یې غوښتي دي چې د رسنیو پر ضد جرمونو معافیت ته د پای ټکی کیږدي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې تیره شپه په یوه اعلامیه کې له پاکستاني چارواکو په دې تړاو د تحقیقاتو د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.