1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي هره میاشت خلک د چاودیدنکو موادو قرباني کیږي

۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبه

د ملگرو ملتو د بشري مرستو همږغې کوونکي دفتر (اوچا) خبر ورکړی چی په افغانستان کي هره میاشت نږدې ۱۱۰ کسان د جگړو د ماینونواو چاودیدونکو توکو د بقایاوو قرباني کیږي. نوموړي بڼسټ ویلي دي چي د دغو قربانیانو ۸۹ سلنه کوچنیان دي.

https://p.dw.com/p/4ibEL
Flash-Galerie berufstätige afghanische Frauen
آرشیف: یوه افغانه ډاکټره د ماین د چاودنی له امله یوه زخمي سوې نجلۍ معاینه کويانځور: AP

په افغانستان کي له جگړو څخه پاته سوي ماینونه او د چاودیدونکو موادو پاته شوي، هره میاشت درانه زیانونه له ځانه پرېږدي. دملگرو ملتونو  د بشري مرستو د همږغې کوونکې ادارې (اوچا) د یوه رپوټ په حواله، له ۱۹۸۹م کال راهیسي بیا تر ننه پوري په دغه هیواد کي هره میاشت تر سلو ډېر کسان د ماینونو او چاودیدونکو موادو د پاته شوو له امله قرباني کیږي.

د دغه بڼسټ د شمېرو له مخي په افغانستان  کي د ماین د قربانیانو شمېر څه د پاسه ۴۵ زرو کسانو ته رسیږي.

په افغانستان کي د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ بیا تر جون مياشتي پوري د چاودیدونکو موادو له امله د تلفاتو شاوخوا ۲۹۲ پیښي ثبت سوي دي، چي ۸۸ سلنه یې کوچنیان دي.

نوموړی سازمان د دغو پیښو د تلفاتو یو مهم عامل، د کورنیو په ځانگړي ډول د کوچنیانو له خوا د ډوډۍ پیدا کولو له پاره د چاودیدونکو موادو د بقایاوو د فلزي ټوټو راټولول بولي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همږغې کوونکي دفتر خبرداری ورکړی دی چي په ۲۰۲۴م کال کي د بودیجې کمښت، د ماین پاکولو او د ماین له قربانیانو سره د مرستو برنامې اغیزمني کړي دي او د ۳،۴ میلیونه انسانانو ژوند له گواښ سره مخامخ دی.

افغانستان د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چي د جگړې له امله مځکنیو ماینونو او چاودیدونکو موادو له پاته شويو څخه اغیزمن دی.

د ماینونو د چاودني خطرونه په افغانستان کي د ملکي کسانو د تلفاتو اصلي علت بلل کیږي. د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ او د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ میاشتو ترمنځ د وروستیو شمېرو له مخي شاوخوا ۱۴۰۱ کسان د ماینونو او منفجره موادو د چاودنو په نتیجه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چي ۸۶ سلنه یې کوچنیان ول.

د اوچا په رپوټ کي همدارنگه راغلي دي چي په ټول افغانستان کي ۱،۲ میلیونه متره مربع مځکه په ماینونو ، په لاس جوړو سوو چاودیدونکو موادو او په جگړو  کي د ناچاودلو موادو په پاتي شوو ککړه سوې ده.

په دغو مهماتو ډېري ککړې مځکي د افغانستان په ۲۶۲ ولسوالیو کي موجودي دي، چي د زده کړو او اوبو د منابعو سیمو ته نیژدې پرتې دي.

د ملگرو ملتونو سازمان په افغانستان کي د نا چاودلو منفجره موادو زیاتوالي ته په اندېښنې سره ویلي دي چي د دغو مهماتو موجودیت د خلکو فزیکي او رواني سلامتیا ته گواښ پیښ کړی دی او له کرهڼیزو مځکو څخه یې استفاده محدوده کړې او د پرمختگ خنډ گرځي.

ډېر دغه ماینونه او ناچاودلي منفجره مواد د بزگرانو، مالدارو، پناه غوښتونکو، زیانمنونکو مهاجرو او د بیرته راستنیدونکو له پاره جدي گواښونه دي.

ډېر هغه کسان چي د دغو ماینونو له چاودلو څخه ژوندي پاته سوي، ځینو یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي دي، ځیني بیا د اوریدو ستونزي لري او له دیپریشن او بیري څخه زوریږي.

ناچاودلي توکي؛ په افغانستان کې د ماشومانو له پاره ورځنی ګواښ

GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila