1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلمان ته نیږدې هر لسم پناه غوښتونکی په ویزه راغلی دی

۱۴۰۳ تیر ۳۱, یکشنبه

په هرو لسو کې یو کس چې تیر کال یې په المان کې د پناه غوښتنلیک وړاندې کړی دی، دغه هیواد ته له ویزې سره داخل شوی دی. شاوخوا نیمایي د دغو پناه غوښتونکو څخه د سوریې، افغانستان، ترکیې او ایران هیوادونو اتباع دي.

https://p.dw.com/p/4iY3W
Visum für Deutschland Schengenvisum Symbolbild
په هرو لسو کې یو پناه غوښتونکی پخوا المان ته په ویزه داخل شوی دیانځور: DW

د «ولټ ام زونټاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې یو له لسو هغو کسانو څخه چې په ۲۰۲۳م کال کې یې په المان کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي، پخوا المان ته په ویزې داخل شوي دي.

د دغې رسنۍ د رپوټ پر بنسټ دغه خبره په مجموع کې د ۳۵۱،۹۱۵ پناه غوښتونکو له ډلې څخه د ۳۷،۳۲۹ پناه غوښتونکو په برخه کې صدق کوي چې تیر کال یې په المان کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

د دغې ورځپاڼې رپوټ، د کډوالو او پناه غوښتونکو له پاره د المان فدرالي ادارې (بامف) پر اطلاعاتو تکیه کوي.

نوموړې آلمانۍ ادارې ویلي دي چې د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې له ۶۵،۴۱۹ پناه غوښتنلیک وړاندې کوونکو څخه ۸،۴۱۱ یې په ویزه المان ته راغلي دي.

ویل کیږي چې شاوخوا نیمایي د هغو پناه غوښتونکو چې المان ته داخل شوي دي، د سوریې، افغانستان، ترکیې او ایران هیوادونو اتباع دي.

د پناهندګۍ د مبدا په توګه لومړي دری هیوادونه المان ته د راغلو پناه غوښتونکو تر ټولو لوړ شمیر لري. ایران په پنځم مقام کې ځای لري.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب