1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په ۲۰۲۲م کال کې هم ماينونو په سونو انسانان وژلي

۱۴۰۲ آبان ۲۳, سه‌شنبه

ځمکني ماینونه په ټوله نړۍ کې د ډېرو شخړو په ترڅ کې کارول کيږي. د دغو ماينونو قربانيان زياتره وخت ملکي وګړي وي. دا خبره د ماينونو د منع نړيوال کمپاين تازه رپوټ هم يو ځل بيا تائيد کړې.

https://p.dw.com/p/4Yncg
اسرائيل کې د ماینونو د خبردارۍ لوحه
اسرائيل کې د ماینونو د خبردارۍ لوحهانځور: Schöning/Bildagentur-online/picture alliance

ځمکنيو ماينونو، ناچاودلو مرميو او د مهماتو پاته شويو په تېر کال کې يو ځل بيا په زرونه انسانان ټپيان کړي او يا یې هم وژلي دي.

د «ماينونو د څار» د رپوټ په حواله په ۲۰۲۲م کال کې ۴ زره ۷۱۰ انسانان د ماینونو هدف ګرځيدلي دي. په ژنيو کې د ماینونو د منع نړيوال کمپاين (آي سي بي ال) دا تازه رپوټ وايي چې له دوی څخه تر ۱۶۶۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۳۰۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د دغه ټولنې په حواله په زياترو دې پېښو کې ملکیان اغیزمن شوي چې نيمايي یې ماشومان دي.

په سوريه او اوکراين کې ډېر قربانيان

د يادې ټولنې د رپوټ په حواله د ماينونو او مهماتو د پاته شويو ډېر قربانیان په سوريه کې ثبت شوي دي. په دغه هېواد کې ۸۳۴ پېښې پيژندل شوي دي. له اوکراين څخه هم د ۶۰۸ پېښو خبر ورکړل شوی دی.

په اوکراين کې د جګړې له کبله د دغه پېښو شمير لس برابره لوړ شوی دی ځکه روسیې د ۲۰۲۲م کال په فيبرورۍ مياشت کې پر دغه هېواد تر يرغل وروسته هلته په پراخه کچه ماینونو کارولي دي. په ۲۰۲۱م کال کې په اوکراين کې د پېښو شمير ۵۸ وو.

په اوکراین کې د ماین د خبردرۍ لوحه
په اوکراین کې د ماین د خبردرۍ لوحهانځور: Vadim Ghirda/AP/dpa/picture alliance

زياته شوې چې په يمن او ميانمار هر يوه هېواد کې هم تېر کال د ماينونو له کبله تر ۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.

په يو شمير هېوادونو چې کولمبيا، هند، ميانمار او يا د ساحل په ساحه کې هم وسله والو ډلو د خپلې جګړې په ترڅ کې له دې وسلې کار اخيستی دی.

د ماينونو د منع نړيوال کمپاين هر کال د «ماينونو د څار» په خپل رپوټ کې د ۱۹۹۷م کال د اوتاوا – تړون د عملي کولو بهير ارزوي. دغه تړون د ماينونو توليد، کارول، انتقال او زيرمه کول منع کوي.

دغه تړون تر اوسه د ۱۶۴ هېوادونو له خوا لاسليک شوی دی خو لویو قدرتونو لا تړون لا نه دی لاسليک کړی.  په وسلې د ځان سمبالولو ضد شبکې په حواله چې په ۱۹۹۷م کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه، د ځمکنيو ماینونو تازه استعمال ستره ننګونه ده.

د ماينونو د منع نړيوال کمپاين مشرې تمار ګابلنيک، ټينګار وکړ: «د انسان ضد ماين د ممانعت تړون د ټولو هلو ځلو تهداب بايد اوسي.» هغې زياته کړه: «يوازې په هغه صورت کې به په حقيقت کې ټولنې د دې وسلې له برمتې په امان شي چې ټول هېوادونه یې [د ماینونو د منع د تړون] غړي شي او په بشپړه توګه یې عملي کړي.»

د دې تازه رپوټ ليکونکي وايي چې ماينونه هغه چاوديدونکي توکي دي چې د جګړو پر مهال او د دغه شخړو تر ختميدو ډېره موده وروسته انسانان وژني او ټپيان کوي.

دغه شبکې زياته کړې چې «ښخ شوي ماینونه د اوسيدو ځای ويجاړوي، د کرهنې په مخ کې خنډ جوړوي او د نړۍ تر ۶۰ په زياتو سيمو او هېوادونو کې یې اړينو خدماتو ته د لاس رسي مخه نيولې ده.»

ب. ص/ ن. ز (dpa, epd, kna, afp)