1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د تحریم شوو طالبانو نومونه خپاره کړي دي

۱۴۰۳ تیر ۲۳, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو څارونکې ډلې د هغو ۶۱ طالب چارواکو نوملړ اعلان کړ چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي. په دې فهرست کې د رئیس الوزرا په ګډون د کابینې ۳۵ غړي او په افغانستان کې د واکمنې ادارې مرستیال شامل دي.

https://p.dw.com/p/4iFLq
Afghanistan Taliban Politik
د طالبانو د ادارې رئیس الوزرا ملا حسن اخند او شمیر نور طالبانانځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

د ملګرو ملتونو سازمان پر بندیزونو د څار ډلې د دغه سازمان د امنیت شورا په انټرنټ پاڼه کې د دوشنبې په ورځ د خپور شوي رپوټ اپډیټ شوې یا تازه شوې بڼه خپره کړې ده.

په دې رپوټ کې د ۶۱ لوړپوړو طالب چارواکو نومونه اعلان شوي دي چې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي.

ویل کیږي چې د دغه رپوټ د چمتو کولو پر مهال، په فهرست کې د شاملو ۶۱ تنو له ډلې ۳۵ یې د طالبانو د ادارې د کابينې غړیتوب درلود.

د طالبانو د ادارې د رئیس الوزرا ملا حسن اخند، د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو ادارې د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نومونه په دې لیست کې لیدل کیږي.

د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د استخباراتو د ریاست سرپرست عبدالحق وثیق، د حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب، د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه او د طالبانو د ادارې د یو شمیر عمومي رئیسانو او مرستیالانو نومونه د بندیزونو په دې لیست کې شامل دي.

 په دې نوملړ کې د یو شمیر سوداګرو، د هغو له ډلې د عبدالحسیب علیزي چې د مخدره موادو په قاچاق تورن دی او فیض الله خان نورزي نومونه هم لیدل کیږي. په دې فهرست کې شامل اکثره څیرې د حقاني شبکې غړي دي.

آیا پر طالبانو تازه بندیزونه به دغه ډله اصلاحاتو ته اړ کړي؟

د ملګرو ملتونو له لوري په خپاره شوي دغه ۲۶ مخیز رپوټ کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د غړو هیوادونو په سپارښتنه جوړ شوی دی، راغلی دي چې د بندیزونو کمیټې په دوامداره توګه د طالب چارواکو پر سفرونو د بندیز لیري کولو غوښتنې ترلاسه کړي دي.

په دې رپوټ کې همدرانګه واضحه شوې ده چې په دې فهرست کې شامل کسان د ملګرو ملتونو سازمان له اجازې پرته له افغانستان څخه بهر د سفر کولو اجازه نه لري او له هیواده بهر شتمنۍ یې هم کنګل دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو د څار ډلې په دې رپوټ کې په افغانستان کې د یو شمیر ترهګرو ډلو، د هغو له جملې څخه د القاعده شبکې او تحریک طالبان پاکستان حضور ته هم له بشپړو جزویاتو سره اشاره کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا تیر کال پر طالبانو او اړوندو افرادو او بنسټونو د څار ډلې ماموریت، چې د افغانستان سوله او ثبات ګواښي د ۲۰۲۴م کال تر دسمبر میاشتې پورې غځولی وو.

دې ټیم ته په هغه وخت کې دنده وسپارل شوه، څو د بندیزونو د نه مراعاتیدو په هکله چې په هغې کې د شتمنیو کنګلیدل، د سفر مخنیوی او د وسلو او تجهیزاتو انتقالول شاملیږي، معلومات را ټول کړي.

د دوحې په دریمه غونډه کې له نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو یوه له اصلي غوښتنو، د بندیزونو لیرې کول او له دې نوملړ څخه د طالبانو د نومونو ایستل وو.

د دې فهرست له خپریدو وروسته، په تازګۍ سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د دغو بندیزونو د لیري کولو غوښتنه کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب