1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیګار: د مرستو د ارزونې ناکامۍ ښايي طالبانو ته ګټه رسولي وي

۱۴۰۳ تیر ۲۸, پنجشنبه

سيګار ويلي دي چې دوې امريکايي ادارې نه دي توانيدلي په افغانستان کې د مرستندويه سازمونو د ارزونې له پاره موجود داخلي مقررات پلي کړي. زياته شوې ده چې د مرستو د ارزونې له ناکامۍ څخه ښايي طالبانو ګټه پورته کړي وي.

https://p.dw.com/p/4iTUW
د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته مرستې
سیګار ويلي دي چې درې بنسټونه بيا توانيدلي دي چې داسې اړونده اړين اسناد ښکاره کړي چې دوی د دولت د بهرنیو چارو له لارښود سره سم د خپلو شريکانو د ارزونې پر مقرراتو عمل کړی دی.انځور: SAHEL ARMAN/AFP/Getty Images

د افغانستان د بيارغونې د څار امريکايي ادارې يا سيګار د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې د امريکا له پنځو څخه یې دوې فدرالي ادارې نه دي توانیدلي چې په افغانستان کې د مرستندويه سازمونو له خوا ترلاسه شويو پېسو چې ۲۹۳ ميليونه امريکايي ډالر دي، د ارزونې له پاره د داخلي مقرراتو پلي کیدل ثابت کړي.

د سيګار په دې رپوټ کې راغلي دي: «دا مهمه ده چې دولت وپوهيږي چې له دې مرستو څخه څوک مستفيد کيږي څو د دې مخه ونیوله شي چې مرسته طالبانو او يا له بندیزونو سره مخامخ نورو اړخونو ته و نه رسيږي.»

 په رپوټ کې راغلي دي چې طالبانو «له ډېرو لارو» چې په هغه کې د بشري مرستو سازماونو رامنځته کول شامل دي، هڅه کړې ده چې د امريکا مرستې ترلاسه کړي. دا څه د وزارتونو او يا بنسټونو له پاره دا نوره هم اړينه کوي چې د خپلو اجرايوي شرکانو له خوا متوجې خطرونه په هر اړخیز او متواتر ډول سره وارزوي.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په سملاسي توګه په دې اړه پر پوښتنه کومه تبصره نه ده کړې.

سیګار ويلي دي چې درې بنسټونه بيا توانيدلي دي چې داسې اړونده اړين اسناد ښکاره کړي چې دوی د دولت د بهرنیو چارو له لارښود سره سم د خپلو شريکانو د ارزونې پر مقرراتو عمل کړی دی.

آیا افغانستان کې بشري مرستې په شفاف ډول ویشل کیږي؟

خو د ديموکراسۍ، د بشري حقونو او کار او همدا راز د نشه يي توکو پر ضد د نړيوالې مبارزې او د قانون د حاکميت چارو ادارې يا بنسټونه هغه څانګي دي چې نه دي توانيدلي د خپل متابعت د ثابتولو له پاره اړين اسناد وړاندې کړي.

د سيګار په رپوټ کې زياته شوې: «دغو ادارو ونه شو کړای په افغانستان کې له خپلو شريکانو څخه د لږ تر لږه ۲۹۳ میليونو ډالرو لګښت اړوند له معيارونو سره سم حساب کتاب ترلاسه کړي.» 

په رپوټ کې زياته شوې چې په همدې علت «دا خطر ډېر شوی دی چې ترهګر او له ترهګرو سره اړيکي لرونکي کسان او ادارې په غير قانوني توګه مستفيدې شوي وي.»

رپوټ وايي چې ځيني دولتي چارواکي د رپوټ له پایلو سره موافق دي او وايي چې د «تطبيق د تضمين په موخه به کار وکړي.»

امريکا اوس هم يعني تر هغه درې کاله وروسته چې په افغانستان کې یې تر شل کلن ماموريت وورسته طالبان واک ته ورسېدل، افغانستان ته تر ټولو ستر بسبنه ورکوونکی دی.

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۳۰مه نیټه  له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو راهېسې په واشنګټن کې حکومت افغانستان ته تر ۱۷،۹ ميليارد ډالرو ډېره مرسته ورکړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب