1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

د شمالي کوریا توغندی چې جاسوسي سپوږمکۍ یې لېږدوله را لوېدلی

۱۴۰۲ شهریور ۲, پنجشنبه

د شمالي کوریا فضا ته د جاسوسي سپوږمکۍ د استولو هڅه بيا ناکامه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4VX6J
Nordkorea I Start einer nordkoreanischen Rakete mit einem Satelliten
انځور: Jung Yeon-je/AFP

د شمالي کوريا ليږدونکی توغندې چې په پام کې ده فضا ته يوه جاسوسی سپوږکۍ وليږدوي، لومړې او دويم پړاو يې پرته له کومې ستونزې پر مخ تللې دې. د شمالي کوریا دولتي رسنیو د ناکامې هڅې په اړه راپور ورکړ: د «مالګیونګ -۱» کشفي سپوږمکۍ په بار وړونکی راکټ کې ځاي پر ځای شوي او د پنجشنبې په شپه د پیونګان ولایت په شمال کې د راکټ توغولو له ځای څخه وتوغول شوه.

 يو سړي په ځنگلي ټاپو کې په سمندر کې د شمالي کوريا د توغولو لړۍ ليدلې ده.

له هغې وروسته، په هر حال د دریم راکټ پړاو د پروپلشن سیسټم کې تخنیکي ستونزه وه، چې له امله یې فضا ته د الوتنې پلان ناکام شو.

دتوغندي توغول په جاپان کې د بیړني خبرتیا لامل شو

د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې دوی د توغندي توغولو بهير څارلی او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دا یو غلط ازمایښت و. په جاپان کې، د راکټ توغول په سیمه ایز وخت د سهار ۴ بجو څخه لږ مخکې بیړنۍ خبرتیا رامنځ ته کړه.

Nordkorea | Kim Jong-Un verfolgt Abschuss von Marschflugkörpern
شمالي کوریا، کیم جونګ اون د کروز توغندیو د توغولو څارنه کويانځور: KCNA/KNS/dpa/picture alliance

د اوکیناوا په سویل کې له اوسیدونکو څخه غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پناه واخلي. له خبرتیا شاوخوا شل دقیقې وروسته د جاپان حکومت اعلان وکړ چې توغندی ارام سمندر کې رالويدلی او خبرداری یې لرې کړی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې شمالي کوریا د جاپان ساحلي ګارد ته خبر ورکړی و چې د اګست له ۲۴مې او ۳۱ مې تر منځ د یوې بلې پوځي سپوږمکۍ د توغولو پلان لري.

د جاپان د کابینې مشر شیف هیروکازو ماتسونو وویل چې د توغندیو تکرار د سیمې امنیت ته ګواښ دی. هغه په ​​جاپاني ټلویزیون کې وویل: «موږ به په کلکه احتجاج وکړو او په سختو ټکو کې به شمالي کوریا وغندو.» د راکټ ځینې برخې ارام سمندر ته ولوېدلې.

په پیونګ یانګ کې رژیم لا دمخه د می پر ۳۱ نېټه فضا ته د جاسوسي سپوږمکۍ لیږلو توغندي لومړۍ هڅه ناکامه شوی وه. سپوږمکۍ لانچر "Cheollima-1" له توغولو لږ وروسته په سمندر کې ولوېده. د سویلي کوریا ځواکونه وتوانیدل چې د هغې ځینې برخې وژغوري او د متحده ایالاتو سره په ګډه ارزونه کې دې پایلې ته ورسیدل چې د کشف دا سپوږمکۍ «د نظامي فعالعیت له پاره» کار نه ورکوي.

د شمالي کوریا جاسوسي سپوږمکۍ په سمندر کې لوېدلې ده

د کارپوهانو په وینا، د فضایي توغندیو او« ICBMs »ټیکنالوژي لږ توپیر لري. امریکا او متحدین یې، سويلي کوریا او جاپان له همدې امله په مۍ میاشت کې د توغندي ناکامه ازموینه غندلې وه.

شمالي کوریا په اکتوبر میاشت کې د دریم ځل له پاره د توغندیو د توغولو پلان لري. د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونه شمالي کوریا د هر ډول بالیستیک توغندیو له ازمویلو منع کوي. سره له دې د دولتي خبري اژانس«کا سی ان آ» په وینا، شمالي کوریا په اکتوبر میاشت کې په مدار کې د سپوږمکۍ د ځای پر ځای کولو له پاره دریمه هڅه کوي.