1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

د شمالي کوريا د سپوږمکۍ د توغول اعلان او د جاپان خبرداری

۱۴۰۲ خرداد ۸, دوشنبه

جاپاني چارواکي په دې آند دي چې شمالي کوريا به د ستېلايت د توغولو له پاره له باليستيک توغندي کار واخلي. د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا ويلي دي چې دا ډول کړنه به د ملګرو ملتونو له پريکړه ليکونو سرغړونه وي.

https://p.dw.com/p/4RwEE
د شمالي کوريا له خوا د سپوږمکۍ د توغولو اعلان
د شمالي کوريا له خوا د سپوږمکۍ د توغولو اعلانانځور: KCNA via REUTERS

د جاپان ساحلي ساتونکو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې شمالي کوريا جاپان ته خبر ورکړی دی چې په راتلونکو ورځو کې به يوه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي.

ويل شوي دي چې دا سپوږمکۍ به د می مياشتې د ۳۱مې او جون مياشتې د ۱۱مې نيټې ترمنځ موده کې وتوغول شي. اټکل کيږي چې دا به د شمالي کوريا د پوځ له خوا په مدار کې د يوې کشفي سپوږمکۍ د نصبولو هڅه وي.

کارپوهان په دې آند دی چې د پوځي سپوږمکۍ توغول به د شمالي کوريا له خوا د څار د وړتيا د ډېرولو هڅه وي، څو د يوې شخړې په صورت کې خپل دښمن په لا ډېر دقت سره په نخښه کړي.  

اړونده موضوع: «د شمالي کوریا په اټومي تاسیساتو کې پراخ فعالیتونه لیدل شوي»

د روانې میاشتې په سر کې شمالي کوريا ويلي ول چې د خپل لومړي جاسوسي ستېلایت چارې یې بشپړې کړي دي او دا توغول کيدو ته چمتو دی.

د جاپان او جنوبي کوريا خبرداری

جاپان باور لري چې د شمالي کوريا حکومت به يو باليستيک توغندی هم فاير کړي.

د جاپان لومړي وزير فومیو کیشيدا د تويتر له لارې ويلي دي چې دوی له شمالي کوريا غواړي چې د توغندي له توغولو ډډه کړي.

کيشيدا په دې تړاو خبريالانو ته وويل: «د شمالي کوريا له خوا توغول شوی هر ډول توغندی که حتی ستېلايت هم بلل کیږي، د ملګرو ملتونو امنيت شورا له پريکړه ليکونو څخه جدي سرغړونه ده.»

د لومړي وزير دفتر ويلي دي چې دوی به په دې تړاو «له اړوندو هېوادونو لکه امریکا او جنوبي کوريا سره همکاري وکړي.» زياته شوې ده چې چارواکو ته د وضعيت د څارلو او په دې تړاو د معلوماتو د راټولو او ارزولو لارښوونه شوې ده.

د جاپان د دفاع وزير یاکوزوما هامادا دفاعي ځواک ته امر کړی دی چې سپوږمکۍ او يا هم یې پاته شوني، د جاپان قلمرو ته په داخليدو سره را وغورځوي. جاپان لا د مخه په دې اړه د تيارسئ حالت کی دی.

اړونده موضوع: شمالي کوريا بالستيک توغندی توغولی

جنوبي کوريا شمالي کوريا ته په هغه صورت کې د عواقبو ګواښ کړی دی چې که چېرې دغه هېواد خپل پلان عملي کوي او د ملګرو ملتونو له پريکړه ليکونو څخه سرغړونې کوي.

جنوبي کوريا د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي دي: «زموږ حکومت شمالي کوريا ته له پارونې څخه چې په سيمه کې امنيت ګواښي، خبرداری ورکړی دی او غوښتنه یې کړې ده چې په غير قانوني توګه د توغولو پلان دې په سملاسي توگه لغوه کړي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters, AP)

زموږ له آرشيف څخه: