1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوریا امریکا ته د اټومي شخړې له خطر څخه خبرداری ورکړی

۱۴۰۲ تیر ۱۹, دوشنبه

د شمالي کوریا کمونیستي حکومت په دې ډول د واشنگټن او جنوبي کوریا ترمنځ د پیاوړي پوځي گډ کار په وړاندي خپل غبرگون وښود. په هغه کي د اټومي بالیستک توغنديو د یوه اوبتل ځای پرځای کول هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4TgQw
Atom-U-Boot USS Michigan nähert sich einem Marinestützpunkt in Busan, Südkorea
انځور: Gang Duck-chul/Yonhap/AP

شمالي کوریا، جنوبي کوریا ته د اټومي بالیستک توغندي د یوه اوبتل د استولو له امله امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی دی. په پیونګ یانګ کي د دفاع وزارت څرګنده کړې ده چي امریکا متحده ایالات په پام کي لري چي په اټومي سرگلولو بار یو ستراتیژیک اټومي اوبتل د کوریا نیمه ټاپو ته انتقال کړي.

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

د نوموړي وزارت یوه ویاند دولتي خبري آژانس KCNA ته ویلي دي:«دغه ډول یو گام کیدای سي په عمل کي د اټومي شخړې یو تر ټولو خراب کړکېچ رامنځته کړي.» نوموړي پر امریکا متحده ایالاتو،  په ښکاره ډول د اټومي باج اخیستني تور ولگاوه.  

د امریکا متحده ایالاتو د وسلو سیستم ښکاره ځای پرځای کول

د KCNA خبري آژانس په حواله نوموړي ویاند انتقاد کړی دی چي د امریکا متحده ایالاتو کشفي الوتکو په دې وروستیو کي د دغه هیواد په ختیځ کي د شمالي کوریا له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې ده. د هغه په خبره: »هیڅ ډول تضمین وجود نه لري چي یوه داسي حیرانووکې پیښه رامنځته نه سي چي په هغې کی دي په ختیځ سمندر کي د متحده ایالاتو د هوايي ځواک یوه ستراتیژیکه کشفي الوتکه راوغورځول سي.» 

USA | Yoon Suk Yeol und Joe Biden
ولسمشر جوبایدن له خپل کوریایی سیال یون سوک یل سرهانځور: Jim Watson/AFP/Getty Images

له شمالي کوریا سره مخ پر زیاتیدونکي کړکیچ ته په کتو سره، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن او د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول، په اپریل میاشت کي په واشنگټن کي د یوې لیدني کتني په ترڅ کي داسي یوه هوکړه وکړه چي له مخي یې له متحدو هیوادونو سره پوځي گډ کار پیاوړی کیږي. په هغې کي د بالستیک توغنديو د یوه اټومي اوبتل په شمول د امریکا متحده ایالاتو د وسلو د یوه ښکاره سیستم ځای پر ځای کول هم شامل دي.

دا ډول توغندي کولای سي د خپل جوړښت له امله په یوې او یا هم ډیرو اټومي سرگلولو سمبال سي. په جون میاشت کي لا د امریکا ځانگړو ځواکونو د گډو عملیاتو له پاره په کروز توغنیدو سمبال یو اټومي اوبتل په جنوبي کوریا کي د بوسان بندر ته واستاوه. 

پیونگ یانگ د ملگرو ملتونو له سختو بندیزیونو سره مخامخ دی

شمالي کوریا د خپل اټومي وسلو د پروگرام له امله د نړیوالو له خوا له سختو بندیزونو سره مخامخ دی. دا کار د پیونگ یانگ مشرتابه د بالستیکي توغنیدو له آزموینو څخه چي په هر ډول اټومي سرگلولو مجهز وي، منع کوي.

په ۲۰۲۲م کال کي د توغندیو د ازموینو تر بې ساري لړۍ وروسته دغه منزوي هیواد سږکال هم یو وار بیا څو ځله د اټومي وړتیا لرونکي راکټونه وتوغول.

GP/NZ/DW.Online