1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندی توغولی

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

د سویلي کوریا د پوځ په وینا شمالي کوریا یو ځل بیا یو بالستیک توغندی توغولی دی. دغه کار ځو ورځي وروسته له هغه کيږي چې پیونګ یانګ امريکا متحده ایالاتو ته سخت ګواښونه وکړل.

https://p.dw.com/p/4TlPB
Nordkorea feuert Rakete ab
انځور: Lee Jin-man/dpa/picture alliance

د جنوبي کوریا د پوځ جنرال ويلی دي، چې دغه توغندی د کوريا ټاپو وزمي او جاپان تر منځ د سمندر په لور ويشتل شوی دی. د چاپان د د فاع وزارت اعلان کړی دی چې د شمالي کوريا له خوا د بالستیک توغندی احتمالي ازمايښت يې هم څارلې دی.

د جاپان تلويزوني شبکې (ان ها کا)  رپوټ ورکړی دی چې د دوی په اند داسی ښکاري چې دغه توغندی له سمندر څخه لېري د جاپان له ځانگړي اقتصادي ساحې څخه بهر لگيدلی دی.

تلويزوني خپرونې اساهي د توکيو د دفاعي چارو وزارت له قوله اعلان کړی دی چې د شمالي کوريا  دغه توغندی په ۷۴ دقیقو کې په هوا کې دغه واټن وهلی او دا د الوتنې تر ټولو اوږد وخت دی چې تر اوسه پورې د شمالي کوریا توغندی پري توانيدلي دي.

اړوند مطالب:

شمالي کوریا امریکا ته د اټومي شخړې له لوړ خطر څخه خبرداری ورکړی

تلویزیوني شبکي په توکیو کې د دفاع وزارت په حواله وویل چې دا لړۍ زر کیلومتره وه او دا په روان کال کې د شمالي کوریا دولسم توغندی دی چې ازمویل کيږي.

د شنونکو په وینا، د سوداګریزې سپوږمکۍ عکسونه ښیي چې شمالي کوریا د جولای مياشتي پر ۲۷ پوځي پرېډ ته چمتو والی نيسي. دوی دغه ورځ د کوريا په جګړه کې چي له ۱۹۵۰څخه تر ۱۹۵۳ پوره وه، د خپلي بريا د ورځي په ياد لمانځي.

د اوبتل په اړه خبرداری

شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ جنوبي کوريا ته د د بالستيک توغندی ليږدونکی اوتل په اړه امریکا متحده ايالاتو ته خبرداری ورکړ او په غیر مستقیم ډول یې ګواښ وکړ چې د امریکا کشفي الوتکې به راوغورځوي. د شمالي کوريا د دفاع وزارت ویلي ول چې امریکا پلان لري چې د اټومي وسلو لرونکې ستراتیژیک اوبتل د کوریا ټاپووزمې ته ولېږدوي.

اړوند مطالب:

د شمالي کوريا د سپوږمکۍ د توغول اعلان او د جاپان خبرداری

له شمالي کوريا سره د زياتو کړکېچونو په نظر کې نيولو سره، امریکا متحده ايالاتو او د هغه متحد سويلي کوريا په اپريل مياشت کې موافقه وکړه چې د سويلي کوريا د اټومي ډال د پياوړتيا له پاره خپله پوځي همکاري پراخه کړي. په دې کې دا واقعيت هم شامل دی چې له لسيزو راهيسي په لومړي ځل په اټومي توغنديو سمبال يو اوبتل په سویلي کوریا کې ودریږي. د دې پروژې مشخصه نېټه نه ده ذکر شوې.

نړیوال بندیزونه

منزوي شوې شمالي کوریا له کلونو راهیسې د خپلو وسلو پروګرام پراخ کړی او له همدې امله د نړیوالو بندیزونو سره مخ ده. د بالستیک توغندیو ازموینه هم منع ده.

په ۲۰۲۲م کې د توغندیو د بې ساري ازموينو څخه وروسته، شمالي کوریا سږکال هم په وارو وار سره د اټومي وړتیا وړ توغندي ازمویلي دي. شمالي کوریا دغه توغندي تر ډېره د ختیځ سمندر پر لور توغوي چې د جاپان سمندر هم بلل کېږي.