1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: افغان نجونو ۳ میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي

۱۴۰۳ خرداد ۲۴, پنجشنبه

د طالبانو له خوا په ښوونځیو کې د منځني او لیسې دورو نجونو پر حضور له بندیز څخه د ۱۰۰۰ ورځو په تیریدو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په عاجل ډول د دې بندیز د لیري کولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4gzMh
Afghanistan weibliche Schülerin in Kabul
انځور: Zerah Oriane/ABACA/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اجرائيه مشرې کاترین روسل، د یوې اعلامیې په ترڅ کې له طالب چاواکو وغوښتل چې ټولو نجونو ته اجازه ورکړي چې سمدستي خپلې زده کړې له سره پیل کړي.

میرمن روسل په نیویارک کې وویل: «۱۰۰۰ ورځې بې له زده کړې د دری میلیارده درسي ساعتونو د له لاسه ورکولو معادل دی».

د یونیسف دغې چارواکې زیاته کړه: «له اوسنیو چارواکو غواړو چې نجونو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده کړې بیرته پیل کړي... هیڅ هیواد د خپل نیم نفوس په شاته پریښودلو سره د پرمختګ پر لور حرکت نه شي کولی.»

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان نجونو ملاتړ دې وکړي، ځکه په خبره یې نجونې د بل هر وخت په پرتله اوس ډیر ملاتړ ته ضرورت لري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره اټکل کوي چې شاوخوا یو نیم میلیون افغان نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د نجونو د زده کړو محدودیت د افغانستان د یوه مشروع حکومت په توګه، د طالبانو د ادارې په رسمیت پيژندل کیدو په برخه کې تر ټولو لوی خنډ دی.

طالبانو چې په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته یې په افغانستان کې واک په خپل لاس کې نیولی دی، د نجونو د زده کړې دوام له شریعت څخه د خپل سخت ګیرانه تفسیر له مخې منع کړی دی.

سره له دې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د یوه نسبتاً معتدل حکومت ژمنه کړې وه، خو د دغې ډلې ادارې نجونې او ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو، د پارکونو په څیر عمومي ځایونو کې له ګرځیدو او کار کولو څخه منع کړل.

طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم نجونې له زده کړې او تحصیل څخه منع کړي وې. افغانستان د نړۍ په کچه یوازنی داسې هیواد دې چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته زده کړې نه شي کولی.

په مارچ میاشت کې د افغانستان نوی تعلیمي کال هم له شپږم ټولګي پورته صنفونو کې د نجونو پر حضور له بندیز سره پیل شو او ښځینه خبریالانو هم اجازه ترلاسه نه کړای شوه چې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

طالبانو دیني مدرسې تقویه کړي دي او د ابتدایي سواد او سائنسي مضامینو په نسبت یې دیني زده کړو ته لومړيتوب ورکړی دی.

د یونیسف اجرایوي مشرې نه یوازې له زده کړو څخه د نجونوسیستماتیکه محرومونه «د زده کړې حق په ښکاره نقضول» بللي دي، بلکې ویلي یې دي چې دغه محدودیت د «فرصتونو د لمنځه تللو او رواني روغتیا د لا زیات خرابیدو» سبب کیږي.

نوموړۍ وویل چې یونیسف له خپلو همکارانو سره د ۶۰۰ زره ماشومانو چې دوه پر دریمه برخه یې نجونې دي، د زده کړو د سیمه ایزو ټولګیو د پر مخ بیولو په برخه کې همکاري کوي چې د ښوونکو روزنه هم په دې پروګرام کې شامله ده.

سره له دې چې هلکان زده کړو ته لاس رسی لري، خو د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د طالبانو «زورونکي» روزنیزو سیاستونو هغوی ته هم زیان رسولی دی.

نوموړي سازمان په هغه رپوټ کې چې په دسمبر میاشت کې یې خپور کړی دی ویلي دي چې د زده کوونکو فزیکي یا بدني سزاګانې او د ښځینه ښوونکو په ګډون د مسلکي ښوونکو له خوا د دندو پریښودو هم هلکانو ته جدي زیان اړولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

آانلاین زده کړې د افغان نجونو له پاره حل لاره کیدلی شي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب