1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دی

۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یونما) د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو له پاره تر ټولو ګواښوونکی هيواد بللی او یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه وغښتل ترڅو د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه لېري کړي

https://p.dw.com/p/4OPIx
Afghanistan Kabul | Frauen Protestieren gegen Gewalt gegen Hazara
انځور: AFP/Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي د مارچ ۸ مه نېټه، د ښځو د نړیوالې ورځې د پیوستون په مناسبت یو ځل بیا د طالبانو له ادارې څخه وغوښتل چې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه لېري کړي.د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړې استازې او د یونما مشرې روزا اوتنبایو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان (د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو پر وړاندې تر ټولو خطرناک هيواد) بللی دی.

هغې زیاته کړې: «دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې په عمدي او سیستماتیک توګه له عمومي حوزې څخه د ښځو او نجونو د محرومولو او هڅو شاهدان یو.»

اړوند مطلب:په افغانستان کي د مرستو د ليږد په اړه اندېښنې

د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړې استازې ویلي دي چې په داسې هيواد کې چې له ستر بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی «د داسې هيواد نیمایي نفوس په کورونو کې حبس کول» په ملي کچه ځانته زیان اړول دي. د یونما په وینا دا کار افغانستان نور هم منزوي کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګیست په نیمایي کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړل. دوی له هغه وخت راوروسته د ښځو او نجونو لکه د کار کولو او زده کړو په برخو کې په دوامداره توګه بندیزونه وضع کړي دي. له شپږم ټولکي څخه پورته نجونې له ښوونځي څخه منع شوي او پوهنتونونو هم د ښځینه محصیلانو پر مخ تړل شوي دي. ښځي اند د سفر کولو اجازه نه لري.

که څه هم د طالبانو دا کړنې تل د بشري حقونو نهادونو او نړیوالو سازمانونو له غبرګون سره مخ شوي، خو طالبانو نه یوازې دا چې د ښځو او نجونو د زده کړو پر وړاندې وضع شوي بندیزونه نه دي کم کړي، بلکي زیاتره بندیزونه یې هم وضع کړي دي.د طالبانو د اقتصاد وزارت تېر کال د ډسبمر په وروستیو کې د یوه مکتوب په صادرولو سره غیر دولتي نهادونو ته امر وکړ چې ښځې له کار کولو منع کړي. وروسته له هغه ډېرو نړیوالو مرسته کوونکي نهادونه خپل فعالیتونه وځنډول.

اړوند مطلب:م.م: د مرستندويه ښځينه کارکوونکو کاري کړنلارې ته انتظار باسو

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت په اړه تر یوې سترې غونډې وروسته، د طالبانو هغه پرېکړه چې له مخې یې ښځې او نجونې له کار او زده کړو څخه محرومې شوې، د دیني اصولو او اسلام پیغمبر د لارښونې خلاف وباله. دا سازمان ګواښ وکړ چې نړیوالې مرستې د ښځینه کارکوونکو کمښت له کبله ځنډول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په ۲۰۲۳م کال کې ۱۳،۸ میليونه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو وضع کولو په لړ کې، د بشري حقونو مدافعینو تل سوله ایز اعتراضونه کړي دي. خو طالبانو نه یوازې چې د دوی غوښتنو ته پاملرنه و نه کړه، بلکي اعتراض کوونکې ښځې په وار وار د دوی له خوا وهل شوې او بندیانې شوې دي.

اورپایي ټولنه په دې وروستیو کې د لومړي ځل له پاره د مارچ د ۸ مې نېټې په مناسب ځینې بندیزونه وضع کړي دي. یاده ټولنه د طالبانو د لوړو زده کړو چارسمبالی وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف چارسمبالی وزیر شیخ محمد خالد حنفی باندې بندیز لګولی دی.

 

په بامیان کې په لسونو ښځو د موټر چلولو جواز اخیستی