1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې طالبان او دیني عالمان د نجونو تعلیم په هکله اختلاف لري؟

۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعه

له شاوخوا ۵۸۰ ورځو راهیسې چې، طالبانو د ثانيوي دورې د ښځينه ‌زده کوونکو پر زده کړو بندیز لګولی، تراوسه یو شمېر علماوو په فتواوو او ځینو په اجماع سره له دې بندیز سره مخالفت کړی‌.

https://p.dw.com/p/4QCbm
Afghanistan Schule
انځور: AFP

 نیږدې دوه کاله کیږي چې طالبانو د ثانيوي دورې د ښځينه ‌زده کوونکو پر زده کړو بندیز لګولی، تراوسه یو شمېر علماوو په فتواوو او ځینو په اجماع سره له دې بندیز سره مخالفت کړی‌. همدا اوونۍ د کابل مرکزي جهادي مدرسې استاد مولوي عبدالسمیع غزنوي ويلي، عصري زده کړې له اسلام سره په ټکر کې نه دي او نبايد د حجاب مسله د انجونو د زده کړو له پاره بهانه شي.

په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په تړاو له غبرګونونو ډېرېدو سره هم‌مهال، کارپوهان وايي چې، ګواکې طالبان په دې برخه کې د ديني عالمانو فتواوو ته ‌بې‌ځوابه دي. د روان کال له پيله تراوسه نړیوالې ټولنې، یو شمېر سیاسیونو او پخواني حکومت چارواکو په هېواد کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره مخالفت کړی، خو د کارپوهانو په باور د پام وړ یې د دیني عالمانو فتواوې دي.

د معلوماتو پر بنسټ همدا روان کال دوه مشهورو افغان عالمانو شیخ عبدالسمیع غزنوي او شیخ فقیر الله فایق، د نجونو ښوونځیو تړل کېدل نقد کړي او د فتوا په ورکولو سره یې د نارینه ‌و ترڅنګ د ښځينه‌ و له پاره عصري زده کړې اړمنې بللي دي.

د ښخو محوه کول امکان نه لري

په ورته مهال، یوه پاکستاني عالم مولوي تقي عثماني او یوه هندي عالم کفایت الله په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز په غبرګون فتواوې ورکړي او د طالبانو له خوا يې د نجونو د ښوونځيو تړل، نقد کړي دي.

پر دې سربېره تېر کال د لویې جرګې په تالار کې "د علماوو مشورتي غونډه" په عنوان راټولېدنه کې ځینو يې غوښتنه وکړه څو د نجونو تړلي ښوونځي، پرانېستل شي او د همدغه کال په اوږدو کې بیا د کندهار او کابل په ګډون د ځینو ولایتونو علماوو په اجماع سره د نجونو زده ‌کړو ته اجازې غوښتنه وکړه، خو د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د دویم تعلیم کال له پېلېدو سره - سره تراوسه له اومه د پورته ټولګيو ښځینه زده کوونکو، زده کړو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

محصله، روينا پويا وايي: «په افغانستان کې ښځو د تعلیم او تحصیل ادامه د اندېښنې وړ ده، نجونې د تعلیم په برخه کې خپل راتلوونکی نامعلوم ګوري، نجونې هېله‌مندې دي چې ښوونځي ژر تر ژر پرانېستل شي.»

د تعلیم په برخه کې د نظر اختلاف

د تېر لمریز کال په پيل کې د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو د زده‌کړو‌ د څرنګوالي په تړاو پر طرحې کار کوي، خو د کال په وروستیو کې رسمي ادارو وویل، میکانېرم، یونیفورم او نوی نصاب له اختلافي مواردو دي چې په اړه يې مشورې کوي.

په همدغه کال کې د تلې پر ۶مه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر‌محمد‌عباس ستانکزي په يوه غوڼده کې د نقد په ډول وويل چې"تعلیم پر ښځه او نر فرض دی، نجونو ته باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه مساعده شي. خو وروسته د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست بیا یادونه وکړه چې: «د نیاوي تعلیم مباح دی او کله چې د مباح او امیر ترمنځ تعارض راشي، د امیر حکم واجب دی."

کارپوهان انګیري چې د طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون ځيني مشهور دیني عالمان د طالبانو له دې دریځ سره مخالف دي چې د نجونو پر زده کړو دې بندیز وي.

د چارو شننوکی واحد فقیري وايي،" په دې کې شک نه‌شته چې طالبان د نجونو ښوونځیو د تړلو په برخه کې دیني استدلال نه‌لري او نه هم د علماوو غوښتنو ته کم موجه دلیل لري. طالبان عقیده لري چې حکومت د دوی په لاس کې دی، زور د دوی په لاس کې دی او کولی شي خپل دا غېر معمول دریځ په خلکو، په علماوو او په افغانانو باندې په زوره تحمیل کړي.»

په افغانستان کې د نجونو د ثانیوي دورې ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په افغانستان کې د نجونو د ثانیوي دورې ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

بلخوا بیا سیاسي کارپوه جنت فهیم چکری اندېښنه ښيي چې که د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې شي له هېواده به مهاجرتونه ډېر شي:

"د انجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو تړل او کارونو بندیز بلاخره هغه پدیده ده چې، په اسلام او زموږ د هېواد له فرهنګ او عنعنې نه لېرې ده. دا نه يوازې د افغانستان خلکو ته اسلامي او فرهنګ مشکل جوړوي؛ بلکې د فرار زمینه برابروي. کله چې زموږ اولادونو ته د زده کړو زمینه نه وي مساعده، مجبور یوو چې هېواد پرېږدو."

د زده‌کوونکو هيلې

شکیبا هیکل‌زاده چې د کابل اوسېدونکې او د یوې لېسې زده کوونکې ده، وايي، هيله لري ښوونځي پرانېستل شي او ښوونځي ته ولاړه شي.  نوموړې وايي: «موږ نه یوازې د خپل راتلوونکي په تړاو، بلکې هېواد راتلونکي ته ناهيلي یوو. د اسلام مقدس دین د تعلیم پر سر ډېر تاکید کړې ده چې، دیني عالمان هم د زده‌کړو طرفدار دي، ځینو يې فتواوې ورکړي چې زده‌کړې پر نارینه او ښځينه‌و یو شان فرض دي، خو د طالبانو حکومت په‌دې باور دی چې د ښوونځیو تړل زموږ د فرهنګ مسله ده، موږ مېرمنې خو له کلونو راهیسې زده‌کړې کوو، اما طالبان دې پوښتنو ته ځواب نه‌لري."

آیا سږ کال به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي؟

د کونړ ولایت يوه زده‌کوونکې چې نه غواړي نوم او ښوونځی يې ذکر شي ادعا لري چې د یو شمېر ولایتو ځینې ښځینه ښوونځي پرانیستي پاتې دي او له اوم ټولګي پورته نجونې صنفونو ته ورځي. هغې طالبان په دې برخه کې پر توپير چلند تورن کړل.

طالبانو تراوسه د دې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي، خو پخوا يې د ځینو ولايتونو ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځيو د پرانیستلي پاتې کېدو په تړاو تر خپاره شوو راپورونو وروسته یوه ولایت کې یوازینی د نجونو پرانیستی ښوونځي بېرته تړلی و.

په افغانستان کې د نجونو د ثانیوي دورې ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د نجونو زده‌کړو د څرنګوالي په تړاو تېر کال د جوزا پر ۵مه، د طالبانو د سترې محکمې د رییس په مشرۍ د دیني عالمانو اته کسیزه کمېټه هم جوړه شوه؛ خو  تراوسه دغي کمېټې د خپل کار څرنګوالی او پايلې نه‌دي اعلان کړي.

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie

ز.ف / خ.ح / ن.ز