1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو مشر: د شریعت په سر جوړجاړی نه کوو

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبه

د طالبانو مشر ملاهبت الله د کوچني اختر په مناسبت یوه وینا کې ویلي، ټول د اسلامي حکومت په جوړولو مکلف دي. په دې وروستيو کې د طالبانو د رسميت پېژندنې آوازو هم زور اخيستی وو.

https://p.dw.com/p/4QRJ3
افغانستان کابل |د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سټیکر
افغانستان کابل |د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سټیکرانځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند زاه د اختر په مناسبت دې وینا کې د شرعي حدودو په تطبیق هم ټینګار کړی.

هغه ویلي:«د حدودو اجرا هم فرض ده، قصاص هم فرض دی، قطع د ید یانې د لاس پرې کېده هم فرض دي، د مظلوم دفاع او له ظالم څخه د مظلوم حق اخېسته هم فرض دی.»

د طالبانو مشر ته منسوب دغه غږیزه وینا، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې او تر څنګ يې اشاره کړې چې وینا د کوچني اختر د لمانځه ادا کولو پرمهال شوې.

هبت الله اخوندزاده وايي، نظام یې شرعي او اسلامي دی او پردې له هیچا سره جوړجاړی نه کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې په نظام کې به یې هیڅ ډول «کفري قانون» ته ځای ورنه کړل شي.

اړوند مطالب:قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل

ملاهبت الله نه ده په ډاګه کړې چې له کفري قوانینو څخه یې موخه څه ده او دا یې هم نه دي ویلي چې آیا د ده په ټکو «شرعي نظام» په مقابل کې د کوم جوړجاړي وړاندیز ورته شوی او کنه؟

د طالبانو د مشر په دې څه باندې ۲۶ دقیقه یي وینا کې د ښځو د زده کړو او کار په اړه هیڅ هم نه دي ویل شوي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو، پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز، نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار تر بندیز وروسته دوی په ملګرو ملتونو کې هم د افغان میرمنو پر کار بندیز لګولی دی.

نوی کال؛ آیا د طالبانو د حکومت په دریځ کې به بدلون راشي؟

د طالبانو د مشر څرګندونې داسې مهال دي چې ملګرو ملتونو ویلي د طالبانو وروستیو اقداماتو د یوې «سختې پریکړې» کولو په آزموینه کې اچولي.  

دغه سازمان د افغانستان وضعیت په اړه په روانه میاشت کې په دوحه کې د یوې نړېوالې غونډې رابللو خبره کړې چې یوشمېر انګیرې په ناسته کې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو بحث کیږي.

خو ملګرو ملتونو ویلي د دوحې ناستې موخه د طالبانو په رسمیت پیژندل نه دي.